د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

طالبان: د پنجشېر تر دروازو رسېدلي یو، خو غواړو ستونزه په خبرو حل کړو


پنجشیر
پنجشیر

طالبانو پرون د پنجشېر د نېولو لپاره د بدخشان او تخار په ګډون له څو خواوو د دې ولایت دروازو ته ځانونه رسولي، خو لایې دا سیمه تر خپلې ولکې لاندې نه ده راوستې.

هلته د احمد مسعود په مشرۍ د‌ دویم مقاومت ډلې، د طالبانو له واکمنۍ سره مخالفت ښودلی، خو د دې ستونزې د سوله‌ییز حل هڅې هم روانې دي.

دواړو لوري وايي، د جګړې د مخنیوي او یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره یې اړیکې نېولي، خو لا یې پایله نه ده ورکړې.

د دې تر څنګ د جګړې د پېښېدو احتمال هم شته، خو طالبان وايي، لاجګړه نه ده پیل شوې.

د طالبانو د مطبوعاتي دفتر غړي بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل: "پنجشېر ته د تخار او بدخشان او څو نورو لارو ځواکونه رسېدلي، موږ هیله لرو چې خبره جګړې ته و نه رسېږي او د مفاهمې له لارې حل شي."

طالبانو له پنجشېر پرته ټول افغانستان خپله واکمني پیل کړې، خو بغلان کې هم د دوی او د دوهم مقاومت ډلې ترمنځ دوه ولسوالۍ لاس په لاس شوي.

د دویم مقاومت ډلې چې خپل مرکز یې پنجشېر اعلان کړی، د سوله‌ییز حل لپاره لېوالتيا ښودلې، خو د جګړې چمتووالی هم لري.

د دې ډلې یو غړي فهیم دشتي نن د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د‌ دواړو لوریو ترمنځ د ستونزې د حل لپاره اړیکې نیول شوي، خو لا یې پایله نه ده ورکړې.

احمد مسعود
احمد مسعود

دی وايي: "موږ په خبرو او مذاکراتو باور لرو، د مذاکراتو لپاره زموږ هڅې روانې دي. د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې هم نیول شوي دي. تر اوسه دا خبرې پایلې ته نه دي رسېدلي، هیله لرو چې یوه پایله ورکړي. که دا خبرې پایله ور نه کړي او طالبان د جګړې، زور ویلو او تاوتريخوالي په هڅه کې وي، نو د افغانستان د ازادۍ او دفاع‌ لپاره بشپړ چمتووالی شته."

هاخوا له افغانستانه د وتلي جمهور رییس غني لومړي مرستیال امرالله صالح چې ځان یې د هغه ځای‌ ناستې اعلان کړی، نن په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، طالبانو ته په اندراب کې له درنې مرګ‌ ژوبلې اړولو وروسته، دوی خپل جنګیالي د پنجشېر دروازې ته راټول کړي دي.

هغه زیاته کړې، د سالنګ لار هم د دوی د کسانو له‌ خوا تړل شوې دې ده.

خو طالبانو بیا نن یوه تازه خبرپاڼه کې ولیکل، د بغلان، بنور، پل‌حصار او ده‌صلاح ولسوالۍ یې په بشپړه توګه تصفیه کړې، ځواکونه یې د پنجشېر په دروازو کې دي او د سالنګ لار هم پرانیستې ده.

د دویم مقاومت ډلې په ښکاره د یوه داسې نظام غوښتنه کړې چې ټول لوري په کې ګډون ولري او دوی ته د منلو وي. هغه څه چې په یو ډول په واک کې د دې ډلې د ونډې د معلومېدو په معنی دي.

خو طالبانو سره له دې چې د یوه ټول ګډونه حکومت د جوړېدو ژمنه کړې، خو بیا هم د دې ډلې په پخلا کېدو نه دي بریالي شوي.

طالبان وايي، د یوه داسې نظام د جوړېدو په اړه پراخې مشورې پیل شوي چې ټولو افغانانو ته د منلو وي.

دوی هرڅه ژر د داسې یوه حکومت د جوړېدو ډاډ ورکړی، خو د دې نظام د څرنګوالي په اړه لا هم کره معلومات او تفصیل نه‌شته.

دا په داسې حال ده چې له تېرو اته ورځو راهیسې د واک د سیاسي تشې سره مخ دی او بدو اغېزو یې پر اقتصاد سربېره، د خلکو روان هم ځپلی دی.

یوه بله اندېښنه بیا د هغې ولسواکۍ په اړه ده چې خلک یې د ټاکنو له لارې د خپل ټول‌واک یا مشر د ټاکلو په اړه لري.

ډېری وايي، وېره لري چې هسې نه د یوه داسې نظام د جوړېدو ډبره کېښودل شي چې د جمهوریت او ولسواکۍ ټغر له یوه سره ور ټول کړي.

XS
SM
MD
LG