د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

امریکایي چارواکي: له افغانستان د خلکو د را ایستلو اوسني عملیات ساری نه‌لري


له افغانستان د خلکو د را ایستلو اوسني عملیات
له افغانستان د خلکو د را ایستلو اوسني عملیات

د متحده ایالتونو د ملي امنیت سلاکار د هغو امریکایي عسکرو ستاینه وکړه چې په کابل کې د خلکو د را ایستلو په اسانچارۍ او همکارۍ کې بوخت دي.

جک سولیوان دوشنبه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته له کابله د امریکایانو، بهرنیانو او هغو افغانانو د را ایستلو په تړاو جزئیات ورکړل چې له خطر سره مخ دي.

ده وویل، د هوا له لارې له افغانستان د خلکو د را ایستلو اوسني عملیات په تاریخ کې ساری نه‌لري.

هغه زیاته کړه: "هغوی (امریکایي عسکرو) د اګسټ له ۱۴مې څه باندې ۳۷ زره کسان له هېواده را ایستلي دي. امریکایان، د درېیمو هېوادونو اتباع، زموږ افغان متحدین او هغه افغانان چې له تعقیب او یا له هغه د لازیات ګواښ سره مخ دي. یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸ امریکايي پوځي الوتنو ۱۰،۴۰۰ کسان له کابله را ایستلي. په دې سربېره د ائتلاف ۶۱ الوتکو کې ۵،۹۰۰ نور کسان را ایستل شوي. دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۱۶،۰۰۰ زیات کسان کېږي او ساعت په ساعت دا پروازونه دوام لري."

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان

کابل تېره اوونۍ د طالبانو لاس ته ولوېد. په دې سره د امریکا په شمول د ګڼو لوېدیځو او نورو هېوادونو چارواکو هڅې ګړندۍ کړې چې په افغانستان کې مېشت خپل اتباع، ډیپلوماتان او افغان همکاران وباسي.

امریکا د دې عملیاتو لپاره خپل عسکر د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې مېشت کړل. هغه هوایي ډګر چې په‌کې بهر ته د تلو لپاره لسګونه زره افغانان زاړه، ځوانان، ښځې او ماشومان ورټول دي. په هوايي ډګر کې لا هم د خلکو ګډوډي نه‌ده کراره شوې ان تر دې چې هره ورځ د یو نیمې پېښې او ډزو راپورونه خپرېږي چې په‌کې خلکو ته هم مرګ‌ژوبلې اوړي.

امریکا د دې ترڅنګ چې د خلکو د محفوظه را ایستلو د پروسې لپاره په هوايي ډګر کې خپل زرګونه عسکر ګمارلي او تر ډېره د هوايي ډګر دننه چارې تنظیموي، خو د ترهګرو ډلو په تېره بیا داعش د احتمالي بریدونو په تړاو اندېښنه لري.

د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان وویل امریکایي قوماندانانو ته هر اړخیز صلاحیت ورکړل شوی چې د یادو ګواښونو په وړاندې پوره چمتووالی ولري.

کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر یوه دروازه کې زرګونه راټول شوي کسان
کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر یوه دروازه کې زرګونه راټول شوي کسان

ښاغلی سولیوان زیاته کړه: "له دې سره هم‌مهاله چې موږ دا عملیات ترسره کوو په هوایي ډګر باندې د داعش خراسان ډلې یا نورو ترهګرو ډلو د بریدونو په وړاندې ډېر لوړ چمتووالی لرو او بیداره یو. په سیمه کې زموږ قوماندانانو اړین اقدامات کړي چې د دې ډول برید په وړاندې اماده وي. زموږ ولسمشر هم قوماندانانو ته د هر ډول امکاناتو اجازه ورکړې څو د دغسې بریدونو پر ضد تیاری ولري."

د دوشنبې په ورځ سهار وختي د حامد کرزي د هوايي ډګر په شمالي دروازه کې په ډزو کې یو افغان ساتونکی وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

دا خبره د جرمني وسله‌والو ځواکونو چې په هوايي ډګر کې د خپلو خلکو په ایستلو بوخت دي یوه اعلامیه کې کړې ده.

په دې انلاین خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې ډزې د ناڅرګندو وسله‌والو او د امریکا، جرمني او افغان ساتونکو ترمنځ تبادله شوې.

تر دې مخکې د بریتانیا پوځ ویلي و چې د کابل له هوايي ډګره بهر د تېرې یوې اوونۍ په ګډوډۍ کې لږ تر لږه اووه افغانان وژل شوي دي.

د ناټو یو چارواکي بیا ویلي چې په تېرو اوو ورځو کې د کابل د هوايي ډګر شااوخوا ۲۰ افغانان وژل شوي چې ځیني یې په ډزو وژل شوي او ځیني یې تر پښو لاندې شوي دي.

کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر یوه دروازه کې یو شمېر وژل شوي کسان
کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر یوه دروازه کې یو شمېر وژل شوي کسان

طالبانو په کابل د روانې ګډوډۍ پړه پر امریکا او ناټو متحدانو یې اچولې ده. د طالبانو د دعوت او ارشاد کمېسون مشر ملا امیر خان متقي وايي، "هېڅوک محصور نه‌دي، هر څوک کولای شي د دنیا هر ګوټ ته د ویزې او پاسپورټ له لارې ولاړ شي."

د راپورونو له مخې لسګونه زره کسان چې په‌کې اسناد لرونکي او بې‌اسناده خلک شامل دي د کابل هوايي ډګر شااوخوا ټول شوي.

د خلکو دې هجوم ځینې زړه بوږنوونکې پېښې هم رامنځته کړي چې یوه‌یې په روانه الوتکه کې د لسګونه کسانو نښلېدل او بله یوه پېښه له الوتکې نه په نیمه هوا کې د هغو کسانو رالوېدل و چې ځانونه‌یې د ټایرونو سره کلک نیولي وو.

XS
SM
MD
LG