د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

د بریتانیا پوځ: د حامد کرزي نړېوال هوايي ډګر کې ګډوډۍ۷ افغان ملکیان وژلي


د کابل هوايي ډګر کې وژل شوي افغان ملکیان
د کابل هوايي ډګر کې وژل شوي افغان ملکیان

د بریتانیا پوځ وايي، د حامد کرزي نړېوال هوايي ډګر کې د ګډوډۍ له امله ۷ ملکي افغانان وژل شوي دي.

د اسوشیټېډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې دغه کسان د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله وژل شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې د دې اندېښنو ترڅنګ د کابل نړېوال هوايي ډګر ته د داعش ډلې خطر بل ګواښ دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا سفارت په کابل کې خپلو وګړو او همدا راز یو شمېر هغه افغانانو ته چې له دوی سره یې کار کړی هوايي ډګر ته د نه ورتګ اعلان وکړ.

بل خوا د امریکا په دفاع وزارت کې ځینې چارواکو ویلي چې د حامد کرزي نړېوال هوايي ډګر دننه حالت سم دي، خو د دې ډګر بهر وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د حامد کرزي په هوايي ډګر کې د بهرنیانو او هغه افغانانو چې له دوی سره یې کار کړی د انتقال پروسې مسوول جنرال ټایلر تېره شپه په یوې خبري ناسته کې وویل، زرګونه امريکايي پوځیان د دې عملیاتو د ترسره کولو لپاره کار کوي.

ده وویل: "شااوخوا ۵۸۰۰ امریکايي سرتیري د حامد کرزي نړېوال هوايي ډګر د خوندیتوب او له دې ډګره د تخلیې په پروسه کې د همکار په توګه سخت کار کوي او همدا راز یو شمېر قراردادیان د امنیت او د دې عملیاتو د کامیابه ترسره کېدو لپاره په دغه ډګر ځای پر ځای شوي دي."

ښاغلي ټایلر وویل، د جولای میاشتې له پیله تر دا مهاله ۲۲۰۰۰ کسان چې یوازې ۱۷۰۰۰ یې د اګسټ میاشتې تر ۱۴مه نېټې پورې د حامد کرزي نړېوال هوايي ډګره ایستل شوي دي.

هغه دغه شان وویل، د هوايي ډګر د بهر مسوولیت د طالبانو په لاس کې ده چې هلته وضعیت د اندېښنې وړ دی.

په همدې حال کې سپنې ماڼۍ په یو ټویټ کې ویلي چې په تېرو۲۴ ساعتونو کې یې شااوخوا ۳۸۰۰ کسان د ۶ پوځي پروازونو او ۳۲ چارتر پروازونو په وسیله د حامد کرزي له نړېوال هوايي ډګر ه ایستي دي.

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ازادي راډيو ته وویل چې د هوايي ډګر د شااوخوا وضعیت د کنترول لپاره د یوې حللارې په لټه کې دي، خو ښاغلي مجاهد امریکا د دې وضعیت اصلي عامله بولي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

دی وايي: "موږ د دې وضعیت د کنټرول په حال کې یو، خو ګڼه ګوڼه زیاته ده، اوس چاته اجازه نه ورکول کېږي چې هوايي ډګر ته دننه شي، خو که څوک غواړي چې بېرته راشي زمینه ورته برابره شوې ده، د دې حالت اصلي عامله امریکا ده د دې لپاره چې خلکو ته وویل بې اسناده میدان ته راشي."

د حامد کرزي نړېوال هوايي ډګر شااوخوا ته ډېری هغه کسان ټول شوي چې په لاس کې اسناد نشته ان تردې چې ځینو یې د برق بېلونه، د ډاکټر نسخه او د بانک کارتونه له ځان سره وړي، څو له افغانستانه ووځي.

دا وضعیت داسې مهال رامنځته شو چې تېره اوونۍ کابل طالبانو ونیوه او ډېرو خلکو له افغانستانه د وتلو په نیت د حامد کرزي نړېوال هوايي ډګر ته مخه کړه.

له دې سره هم مهاله بیا شته ډېری کسان چې قانوني اسناد په لاس کې لري، خو د زیاتې ګڼې ګوڼې له وجې نه شي کولی هوايي دګر ته دننه شي.

XS
SM
MD
LG