د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

بریتانیا: د افغانستان په اړه دې د 'جي ۷' د سرمشریزه جوړه شي


د 'جي ۷' سرمشریزه
د 'جي ۷' سرمشریزه

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن وايي چې سبا سې شنبې د وږي یا سنبلې په دوهمه نېټه یې د افغانستان د وضعیت په اړه د بېړني بحث لپاره د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو سرمشریزه رابللې ده.

ښاغلي جانسن پر ټویټر په یوه بیان کې چې پرون ماښام خپور شو ویلي، مهمه دا ده چې په دې انلاین غونډه کې نړیواله ټولنه ګډ کار وکړي، څو له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو او هغو کسانو خوندي اېستل یقیني کړي چې په افغانستان کې د پوځي حضور پر مهال یې له نړیوالو ځواکونو سره کار کړی، په افغانستان کې د بشري بحران مخه ونیسي او د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو په خوندي کولو کې د افغانانو ملاتړ وکړي.

له بلې خوا د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي په یوه بیان کې چې پرون ناوخته خپور شو تایید کړې چې ولسمشر جو بایډن به له افغان کډوالو سره د بشري مرستو په ګډون د افغانستان پر روان وضعیت د بحث لپاره د جي اوه ډلې په غونډه کې ګډون وکړي.

بریتانیا، متحدایالات، فرانسه، جرمني، ایټالیا، کاناډا او جاپان د جي اوه غړي هېوادونه دي او مشري یې سږکال برتانیا ته ورله غاړې ده.

په جي اوه کې ډېری هغه شتمن لویدیځ هېوادونه غړي دي چې په افغانستان کې یې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف په چوکاټ کې سرتېري درلودل.

پر کابل د زمري په ۲۴ مه د طالبانو له ولکې وروسته د افغانستان د وضعیت، په تېره د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډکر کې د ګډوډۍ د مخنیوي په چاره کې د پاتې راتلو کبله پر دې هېوادونو سخت انتقادونه وشول.

متحدایالاتو د خپلو سرتېرو او هغو افغانانو د اېستلو لپاره چې د امریکا له پوځ سره یې کار کړی و، افغانستان ته په موقتي ډول زرګونه اضافي سرتېري واستول څو دا ماموریت د اګست د ۳۱ مه له مهلت سره سم ترسره کړي، خو د بریتانیا په ګډون نورو متحدانو یې وړاندیز کړی چې دا مهلت تمدید شي. تمه ده چې د جي اوه ډلې د سبا ورځې په غونډه کې په دې اړه هم بحث وشي.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن
د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن

د بریتانیا د صدراعظم دفتر وايي، په داسې حال کې چې طالبانو په کابل کې د یوه حکومت د جوړولو په اړه خبرې پیل کړي ښاغلي جانسن د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره پرون د افغانستان پر کړکېچ خبرې وکړې. د جانسن او اردوغان د خبرو په لنډیز کې چې جزییات یې د صدراعظم د دفتر په بیان کې خپاره شوي راغلي دي چې دواړو مشرانو په دې برخه کې ګډ نظر لاره چې نوی حکومت باید د افغانستان د بېلابېلو وګړو استازی وي، د ښځو او اقلیتونو حقوق خوندي کړي او دا چې د طالبانو په اړه قضاوت به د هغوی د خبرو نه بلکې د عمل په اساس کېږي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG