د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

د ملګرو ملتونو امنیت شورا: افغان جګړه خونړي او ویجاړوونکي پړاو ته رسېدلې


په کابل کې د شوي برید عکس , August 4, 2021
په کابل کې د شوي برید عکس , August 4, 2021

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپلې پرونۍ (د زمري ۱۵مه) بېړنۍ غونډه کې وویل، د افغانستان جګړه یوه خونړي او ویجاړوونکي پړاو ته رسېدلې ده.

په دې غونډه کې چې په افغانستان کې د ناکراریو له پراخېدو وروسته د افغان حکومت د غوښتنې پر اساس جوړه شوې وه، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما مشرې ډیبرا لاینز، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر او د افغان دولت او نورو هېوادونو استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې.

  • د یوناما غبرګون

د یوناما مشرې تر ډېره طالبان د وضعیت په خرابېدو ګرم وبلل او ویې ویل هغې ډلې چې د خبرو له لارې یې د افغانستان د جګړې د حل ژمنه کړې ده باید د ملکي وګړو ژوند په خطر کې نه وای اچولی.

د یوناما مشرې ډیبرا لاینز تر ډېره طالبان د وضعیت په خرابېدو ګرم وبلل
د یوناما مشرې ډیبرا لاینز تر ډېره طالبان د وضعیت په خرابېدو ګرم وبلل

مېرمن لاینز وویل، یوازې په تېره یوه میاشت کې چې د طالبانو حملې سختې شوي زر تنه ملکي افغانان وژل شوي دي.

مېرمن لاینز زیاته کړه، که د افغانستان د روان ناورین مخه همدا اوس ونه نیول شي نو ناوړه عواقب به یې له سرحدونو وړاندې ولاړ شي: "نن دا فرصت لرو چې د ناورین یوه حالت ته د افغانستان د کېوتو مخه ونیسو. په ډاډ سره ویلای شم چې داسې یو ناورین به د افغانستان له سرحدونو وړاندې هم ناوړه عواقب ولري. زه باور لرم چې امنیت شورا او په ټوله کې نړیواله ټولنه کولای شي د ډېرو ناوړه احتمالاتو مخنیوی وکړي."

  • د بشر حقونو د کمېسیون غبرګون

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې طالبانو تورن کړل چې په کابل او ولایتونو کې ملکي او پوځي اهداف یو شان په نښه کوي.

شهرزاد اکبر د ارګ د رسنیو د مرکز پر رییس دواخان مینه پال وژونکې حملې ته د اشارې په ترڅ کې وویل: "د طالبانو دا ظالمانه انکار ښيي چې نه غواړي دولتي مامورین د ملکيانو په توګه ومني او په کابل، کندهار، غزني او نورو برخو کې د هغو وژلو ته دوام ورکوي. په ورځني ډول د جګړې له قوانینو پر سرغړونو سربېره په افغانستان کې د بشري حقونو لاسته راوړنې تر برید لاندې دي او د جګړې له پراخېدو سره د محدوېدو په حال کې دي."

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر وايي، وسله وال طالبان نه غواړي دولتي مامورین د ملکيانو په توګه ومني
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر وايي، وسله وال طالبان نه غواړي دولتي مامورین د ملکيانو په توګه ومني

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي غلام محمداسحاقزي له غونډې وروسته په یو خبري کنفرانس کې د امنیت شورا د بحثونو هرکلی وکړ.

نوموړي زیاته کړه: "موږ په یوه خوله د امنیت شورا د دې او پخوانیو بیانونو هرکلی کوو چې وايي په افغانستان کې به داسې یو حکومت په رسمیت ونه پېژني چې په زور واک ته ورسېږي او هېڅ هېواد به داسې حکومت ته مشروعیت ورنه کړي، مګر دا چې په دموکراتیکه طریقه انتخاب شوی وي."

  • د امریکا غبرګون

د امریکا استازي غونډې ته وویل، طالبان باید له نړیوالې ټولنې دا واوري چې له پوځي لارې د دوی حاکمیت او د طالبانو د اسلامي امارت راتګ د منلو وړ نه دی.

  • د بریتانیا غبرګون

د بریتانیا استازې وویل، طالبان باید په دې پوه شي چې که خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي نو ناوړه عواقبو سره به مخامخ شي او زیاته یې کړه چې بریتانیا به په افغانستان کې هغه حکومت په رسمیت ونه پېژني چې په زور واک ته ورسېږي.

د افغانستان د وضعیت په اړه د بحث لپاره پرونۍ بېړنۍ غونډه د افغانستان په غوښتنه او د هند په نوښت چې د امنیت شورا دوره یي مشري کوي، جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د امنیت شورا د پنځو دایمي غړو او نورو هېوادونو استازو په روانو جګړو کې د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه وکړه.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG