د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

د امریکا او بریتانیا سفارتونه: طالبانو سپین‌بولدک کې قتل عام کړی خو دوی رد کړه


ارشیف، د کندهاار د سپین بولدک ولسوالۍ
ارشیف، د کندهاار د سپین بولدک ولسوالۍ

په یوه بیان کې چې په کابل کې د متحدو ایالاتونو او بریتانیا سفارتونو خپور کړی، ویل شوي دي چې طالبانو د غچ اخېستنې د حملو په ترڅ کې لسګونه ملکي وګړي په ډله ییز ډول وژلي دي چې د بیان له مخې د دې ډلې له خوا په جنګي جرمونو کې شمېرل کېدای شي.

دا ګډ بیان پرون د زمري په یوولسمه په سپین بولدک کې، د طالبانو له لوري د ولسي وګړو د ډله ییزې وژنې په اړه د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د وروستي راپور په تړاو خپور شوی دی.

په بیان کې راغلي چې په سپین بولدک کې د ملکي وګړو ډله ییزه وژنه باید وڅېړل شي او د طالبانو له هغو وسله والو او قوماندانانو سره چې دا جنایت یې کړی باید حساب کتاب وشي.

طالبان دا تورونه ردوي.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا او بریتانیا د سفارتونو د پروني بیان په اړه ازادي راډیو ته وویل:"په سپین بولدک کې داسې هېڅ پېښه نه لرو او نه ده شوې. دا خبره په تېرو څو ورځو کې موږ څو ځلي رد کړه او په یوه اعلامیه کې مو دا هم وویل چې که څوک، بشري بنسټونه، حقوقي ادارې او رسنۍ کوم تشویش لري سیمې ته د پلټنو لپاره راتلای شي. موږ یې حمایت کوو چې راشي."

د بشر حقونو کمېسیون وايي، کله چې طالبانو پر سپین بولدک ولکه ټینګه کړه پر ملکیانو یې انتقامي حملې وکړې او ویې وژل.
د بشر حقونو کمېسیون وايي، کله چې طالبانو پر سپین بولدک ولکه ټینګه کړه پر ملکیانو یې انتقامي حملې وکړې او ویې وژل.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وروسته له دې چې طالبانو پر سپین بولدک ولکه ټینګه کړه په دې سیمه کې د پېښو په اړه د خپلو پلټنو نتیجه د زمري په اتمه نېټه خپره کړه او طالبان یې د ملکي وګړو په وژنه تورن کړل.

دې کمېسیون په خپل راپور کې وویل چې طالبانو د چنګاښ په ۲۳مه د سپین بولدک د بندري ښار له نیولو وروسته د بشري حقونو اصولو ته له پاملرنې او ژمنې پرته پر ملکي وګړو انتقامي حملې وکړې او ویې وژل.

د راپورونو له مخې د سپین بولدک له سقوط وروسته طالب وسله والو شااوخوا ۴۰۰ تنه ملکي وګړي یا ونیول او یا یې ووژل.

راپور زیاتوي چې تر اوسه د ۴۰ وژل شوېو کسانو هویت تثبیت شوی خو د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ټینګار کوي چې د وژل شوېو کسانو اصلي شمېر تر دې څو ځلي زیات دی.

په کابل کې د امریکا او بریتانیا سفارتونو په خپل پروني بیان کې ویلي، د طالبانو مشران باید د خپلو وسله والو له خوا د شوېو جنایتونو په اړه ځواب ووايي.

په بیان کې د طالبانو مشرانو ته خبرداری ورکړل شوی که خپل وسله وال نه شي اداره کولای نو په راتلونکي دولت کې به هېڅ راز موقف ورنه کړل شي.

امریکا او بریتانیا ویلي، د طالبانو مشران باید د خپلو وسله والو له خوا د شوېو جنایتونو په اړه ځواب ووايي.
امریکا او بریتانیا ویلي، د طالبانو مشران باید د خپلو وسله والو له خوا د شوېو جنایتونو په اړه ځواب ووايي.

دواړو سفارتونو په افغانستان کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې او د ملکي وګړو د سر او مال پر خونديتوب یې ټینګار کړی. همدا غوښتنه د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د نشراتو د څانګې رییس ذبیح الله فرهنګ پرون دوشنبه (د زمري ۱۱مه) ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې یو ځل بیا تکرار کړه.

فرهنګ زیاته کړه: "زموږ خواست او غوښتنه له طالبانو دا ده چې باید د بشرپالنې نړیوالو حقونو درناوی وکړي او د جګړې اصول او قواعد الزاماً باید مراعات شي. هیله من یو چې طالبان یې باید مراعات کړي او احترام ورته وکړي."

د مې په لومړۍ نېټه له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو د بهیر له پیل سره سم طالبانو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې حملو ته زور ورکړ او په دې ترڅ کې یې یو شمېر ولسوالۍ هم ونیولې.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د ارقامو له مخې د ۱۴۰۰ کال له پیله د جګړو له کبله په ټول افغانستان کې ۴۲ زره کورنۍ بې ځایه شوي دي چې ټول شمېر یې شااوخوا درې لکه کسانو ته رسېږي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG