د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

چارواکي: د طالبانو له لوري د ۶ ګمرکونو نیول کېدل عواید راکم کړي


ارشیف، طالبان ادعا کوي چې د کندهار سپین بولدک ددوی لاس کې ده
ارشیف، طالبان ادعا کوي چې د کندهار سپین بولدک ددوی لاس کې ده

د طالبانو له لوري د افغانستان د شپږو ګمرکونو په نیول کېدو سره په ملي عواید کې کم والی راغلی دی.

د دغه هېواد د مالیې وزارت وياند رفيع تابع نن شنبه (د زمري ۹مه) ازادي راډيو ته وويل، د ماليې وزارت نه لاس رسی دې ګمرکونو ته د دې لامل شوی چې د چنګاښ مياشتې عواید د جوزا مياشتې پرتله ۲،۷ ميليارده افغانۍ راکم شي.

ښاغلي تابع زیاته کړه: "روانو حالاتو د هېواد په عوايدو زيات منفي اغېز کړی، ماليې وزارت په جواز مياشت کې ۷،۳ ميليارده افغانۍ عوايد ترلاسه کړي وو، خو سرطان مياشت کې شااوخوا ۴،۶ عوايد تر لاسه شوي دي."

د راپورونو پر بنسټ په کندز کې شېر خان بندر، تخار کې ای خانم، په هرات کې تور غونډۍ او اسلام قلعه، په فراه کې ابو نصر فراهي او په پکتيا کې ډنډ پټان اوس مهال د طالبانو په لاس کې دي.

طالبانو تر اوسه له دې ګمرکونو د عوايدو ترلاسه کولو په اړه څه نه دي ويلي.

دغه شان د کندهار سپين بولدک ولسوالۍ هم له تېرو دوو اونیو راپه دېخوا د سختې جګړې شاهده ده او طالبانو ادعا کړې چې دغه ولسوالۍ يې نيولې.

محمد یونس مومند
محمد یونس مومند

د سوداګرۍ او صنایع خونې لومړی مرستیال محمد يونس مومند وايي، روانو حالاتو ټولې سوداګريزې چارې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د نوموړي په خبره، سوداګر سخت په ستونزه کې دي ان تردې چې ځينو يې خپلې پانګې نورور هېوادونو ته انتقال کړي.

دی وايي: "جګړې ډېری بدبختی رامنځته کړې، اوسنی حالت د سوداګرۍ او پانګونې لپاره مناسب نه دی، ډېرې زياتې ستونزې دي، اوس ټول سوداګر په دې فکر کې دي چې څنګه خپلې پانګې له افغانستانه وباسي."

په ورته وخت کې افغان سوداګر عبد الحکيم وايي، د جګړې تيزوالی د خوارکي توکو ترڅنګ د اړتیا وړ نورو لومړنيو توکي بيې هم لوړې کړي.

ارشیف، د کابل ښار مندوي
ارشیف، د کابل ښار مندوي

دی وايي، د يوې بورۍ اوړو بيه ۱۵۰۰ افغانۍ وه، خو اوس ۱۷۰۰ افغانۍ ته پورته شوې.

يو کيلو ګاز ۵۰ افغانۍ و، خو اوس يې بيه ۶۰ افغانيو ته پورته شوې.

یو شمېر صرافان هم روان حالت د اندېښنې وړ بولي او د کابو کولو غوښتنه يې کوي.

XS
SM
MD
LG