د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۱

پاکستان د سپین بولدک-چمن لار په یو اړخیز ډول پرانېسته


د چمن او سپین بولدک سیمه
د چمن او سپین بولدک سیمه

له شااوخوا ۱۲ ورځو ځنډ وروسته پاکستان د سپین بولدک – چمن لار په یو اړخیز ډول د سوداګرو پرمخ پرانېسته.

د کندهار د ګمرک رئیس صبغت الله احساس وايي، پاکستان د دوی سره د همږغۍ پرته د سې شنبې په ورځ په یو اړخیز ډول د سپین بولدک – چمن لار د سوداګرو پرمخ پرانیستې او په سوداګریزو اموالو بار شااوخوا ۱۱ موټرونو ته یې اجازه ورکړې چې د چمن څخه سپین بولدک ته داخل شي.

د ښاغلي احساس په وینا د لارې د خلاصېدو سره یې هم مهاله د محصوله د تېښتې د مخنیوي لپاره یې کندهار ښار ته نژدې سیار ټیمونه ګمارلي، څو د عوایدو د فرار مخه ونیسي: "پاکستان په یو اړخیز ډول پرته له دې چې د افغانستان له اړخ سره همغږي وکړي، موټرو ته اجازه ورکړه او ۱۱ موټرونه د افغانستان اړخ ته را اوښتي، موږ د دې خبر په اورېدو دوه نور سیار ټیمونه اضافه کړل، څو د عوایدو د فرار مخه ونیسو او هغه موټرونه چې دولت ته ټکس نه ورکوي هغه به نیسي او ګمرک ته به یې راولي."

د سپین بولدک ولسوالۍ تر سقوط وروسته وسله والو طالبانو د دغه ولسوالۍ د ګمرک چارې په خپله غاړه واخېستې
د سپین بولدک ولسوالۍ تر سقوط وروسته وسله والو طالبانو د دغه ولسوالۍ د ګمرک چارې په خپله غاړه واخېستې

د کندهار د ګمرک رئیس زیاتوي چې د وسله والو طالبانو له خوا د سپین بولدک له نیول کېدو وروسته د ورځې په اوسط ډول ۵۰ میلیونه افغانۍ عواید د دولت له لاسه وتلي: "د کندهار ګمرک مخکې په اوسط ډول ۵۰ میلیونه افغانۍ عواید لرل، له کومې ورځې چې ګمرک سقوط شوی دی، له بده مرغه اوس موږ هغه عواید نه لرو."

د سپین بولدک ولسوالۍ تر سقوط وروسته وسله والو طالبانو د دغه ولسوالۍ د ګمرک چارې په خپله غاړه واخېستې او د خپلو کسانو په ګمارلو یې د محصول اخیستل پیل کړل.

د کندهار سوداګر وايي، د سپین بولدک ولسوالۍ تر سقوط وروسته دوی مجبور شوي چې هم طالبانو او هم حکومت ته پر خپلو سوداګریزو اموالو محصول ورکړي.

د جمال الدین په نوم یو سوداګر چې له بهره افغانستان ته ټوکر واردوي ازادي رادیو ته وویل چې د لارو بندېدو او دوه ځایه محصول ورکول سوداګر له ستونزو سره مخامخ کړي: "موږ له حکومته دا ګیله لرو چې موږ دوه ځایه محصول ورکوو دا ۳۵ زره افغانۍ چې طالبانو له موږه پر یوه موټر اخیستې دا باید تاسې موږ ته په ګمرک یا هم مستوفیت کې موجرا کړی."

سوداګر وايي، وسله وال طالبان له دوی څخه د محصول پیسې د بانک پرځای په کېش ډول یا ځای پرځای اخلي.

د کندهار سپین بولدک او چمن ترمنځ لار شااوخوا ۱۲ ورځې مخکې د وسله والو طالبانو له خوا د سپین بولدک ولسوالۍ تر سقوط وروسته د سوداګرو پرمخ تړل شوې وه.

دغه لار د پیاده تګ راتګ لپاره هره ورځ د ۱۲ ساعتونو لپاره د مسافرو پرمخ پرانیستي وي.

وسله والو طالبانو او پاکستان له لوري تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG