د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۷

د ۲۰۲۰ کال په المپیکي سیالیو کې د افغانستان د مزل پای


توکیو کې ګډون کوونکي افغان لوبغاړي
توکیو کې ګډون کوونکي افغان لوبغاړي

افغانستان د ۲۰۲۰ کال د توکیو د المپيکي سیالیو په درشل خپله ورستۍ لوبه ترسره کړه.

له افغانستانه دغه سیالیو ته ۵ لوبغاړي ورغلي وو.

فهیم انوري د لامبو وهلو برخه کې، فرزاد منصوري په تکواندو، شاه‌محمود نورزی او کیمیا یوسفي په منډه کې او مهدي یاوري د نښې ویشتلو په برخه کې ولوبېدل.

د افغانستان د ملي المپیک کمېټې سکرټر جنرال یونس پوپلزي له توکیو څخه ازادي راډیو ته وویل، هر لوبغاړي په خپله برخه کې پوره وړتیا وښوده: "په المپیکي سیالیو کې د افغانستان ګډون په رښتیا عالي و، خو موږ ونه شو کړای چې مډال وګټو ، د لوبغاړو وړتیا فوق العاده وه، د افغانستان د تکواندو لوبغاړي د نړۍ دوهم نمبر قهرمان سره لوبه وکړه، په ډېر کم توپیر یې زموږ لوبغاړي ته ماتې ورکړه. د افغانستان حضور په دې سیالیو کې پای ته ورسېد."

د نوموړي په خبره، افغانستان سږکال په دې سیالیو کې د تیر پرتله ښه وځلېد او دغو سیالیو ته غوره شوي لوبغاړي کولای شي په راتلونکي کې افغانستان ته سترې لاسته راوړنې ولري.

افغانستان سږکال په المپیکي سیالیو کې د تیر پرتله ښه وځلېد
افغانستان سږکال په المپیکي سیالیو کې د تیر پرتله ښه وځلېد

د ښاغلي پوپلزي د معلوماتو له مخې افغان لوبغاړي به روانه اوونۍ بېرته افغانستان ته ستانه شي.

ټاکل شوې وه چې د توکیو المپیکي سیالۍ په ۲۰۲۰ کال کې په توکیو کې ترسره شي، خو د کرونا وبا له امله دغه سیالۍ وځنډول شوې.

د المپیک نړېوالې کمېټې د ۲۰۲۰ کال د المپیکي سیالیو پیل د روان کال په جولای میاشت کې وکړ چې د اکسټ میاشتې تر ۸ مې ڼېټې پورې به دوام وکړي.

په دې سیالو کې له ۲۰۷ هېوادونو شااوخوا ۱۱ زره ۳ سوه لوبغاړو په ۴۷ ډوله سیالیو کې د ګډون لپاره ونډه اخېستې ده.

XS
SM
MD
LG