د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

توکیو کې د ځغاستې سیالۍ؛ افغان نورزي له ۸ هېوادونو مخکې شو


د افغانستان تېز منډه جوړونکی شاه محمود نورزی
د افغانستان تېز منډه جوړونکی شاه محمود نورزی

د افغانستان تېز منډه جوړونکي شاه محمود نورزي د المپیک په لوبو کې له اتو هېوادونو مخکې شو.

د افغانستان د ملي المپيک کمېټه په خپل رسمي فیسبوک پاڼه کې لیکلي ښاغلي نورزي ۱۰۰متره واټن منډه په ۱۱ ثانیو او د یوې ثانیې، څلورمه برخه کې ووهله او د اتلتیک سیالیو د ۱۰۰مترو په واټن سیالیو په لومړي پړاو کې په خپل ګروپ کې د ۹منډو وهونکو په منځ کې اووم ځای خپل کړ.

د دغې کمېټې د معلوماتو له مخې، دغه افغان منډه جوړونکي له سیالیو وروسته ، د ۲۷ هېوادونو ترمنځ په دې سیالیو کې ۱۹ مقام ترلاسه کړ.

دا په داسې حال کې ده چې کیمیا یوسفي تېره ورځ په المپیکي سیالیو کی ۱۰۰متره واټن په ۱۳ ثانیو او د یوې ثانیې په ۲۹ برخه کې وواهه چې د نهو ګډون کوونکو په منځ کې اووم ځای خپل کر.

XS
SM
MD
LG