د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

طالبان: د واک انحصار نه غواړو، افغانان دې د هېواد امنیت او سوکالۍکې ونډه واخلي


د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال عبدالسلام حنفي
د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال عبدالسلام حنفي

له طالبانو د نړیوالې ټولنې له‌خوا یو سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو او اوربند له غوښتنې وروسته، د دې ډلې یو پلاوي د امریکا، اروپايي ټولنې، جرمني، بریتانیا، فرانسې، ناروې، د ناټو ملکي استازي، یوناما او د قطر استازو سره غونډه کړې.

د دې انلاین غونډې کوربه‌توب د ایټالیې ځانګړي استازي جیانفرانکو پټروزیلا کړی او په کې د افغانستان په روان وضعیت، سولې پروسې، د طالب بندیانو پر ازادۍ، له تور‌ نوم‌لړه د طالب مشرانو د نومونو په ایستلو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې شوي.

دې غونډه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي، د سولې په اړه د دوی په پالیسۍ کې بدلون نه دی راغلی او دا ډله غواړي چې د افغانستان مساله د خبرو له لارې حل شي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وايي، اسلامي امارت دې ‌ته ترجیح ورکوي چې د افغانستان مساله د خبرو له لارې حل شي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وايي، اسلامي امارت دې ‌ته ترجیح ورکوي چې د افغانستان مساله د خبرو له لارې حل شي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وايي، دې غونډې ته وینا کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال ویلي، دا ډله د واک انحصار نه غواړي او ټول افغانان باید د خپل هېواد په امنیت او سوکالۍ کې ونډه واخلي.

طالبان نه سولې ته ژمن دي او نه هم غواړي چې د افغانستان د شخړې د حل په اړه یو سیاسي جوړ جاړی وشي.

محمد نعیم زیاته کړه: "اسلامي امارت دې ‌ته ترجیح ورکوي چې د افغانستان مساله د خبرو له لارې حل شي. موږ هېڅ بهرنۍ اجنډا نه لرو، نه د چا په کورنیو چارو کې لاس‌وهنه کوو او نه بل چا ته اجازه ورکوو چې زموږ په کورنیو چارو کې مداخله وکړي."

دې غونډې ته د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال ویلي، دوی له نړۍ سره د بشر حقونو، تعلیم او تعامل ته ژمن دي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان په بیارغونه کې فعاله ونډه واخلي.

خو افغان حکومت بیا طالبان تور نوي چې نه سولې ته ژمن دي او نه هم غواړي چې د افغانستان د شخړې د حل په اړه یو سیاسي جوړ جاړی وشي.

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مشر دواخان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل، که طالبان سولې ته ژمن وای، اوربند به یې منلی او د افغانانو له وژلو به یې لاس اخیستی وای: "طالب او ملاتړي یې په دې هڅه کې دي چې د دوی امارت بیا را وګرځي او د افغانستان حکومت دوی ته تسلیم شي. دا په هېڅ صورت د افغانستان حکومت او د افغانستان خلک د طالب بیا را ګرځېدل او دوی ته تسلیمېدل نه مني."

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مشر دواخان مینه‌پال وايي، که طالبان سولې ته ژمن وای، اوربند به یې منلی وای
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مشر دواخان مینه‌پال وايي، که طالبان سولې ته ژمن وای، اوربند به یې منلی وای

طالبان داسې مهال سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو خبره کوي چې جمهور رییس غني هم د اختر په ورځ وویل، قطر ته له سفر وروسته ورته د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ویلي، طالبان د سولې نیت نه لري.

په ورته وخت کې یوناما هم په روانې جګړې یو ځل بیا اندېښنه ښيي او په کندهار کې روان وضعیت او ملکیانو ته یې زیان رسېدو ته په اشارې وايي، په ښارونو کې جګړه د ملکیانو لپاره زیات ګواښ پېښوي.

یوناما پر دواړو لوریو غږ کوي چې د ملکیانو د خوندیتوب لپاره ټولې هڅې وکړي.

هاغاړه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم د قطر د لومړي وزیر له مرستیال محمد بن عبدالرحمن سره لیدنه کې د افغانستان د سولې خبرو په ګړندي کېدو او په چټک ډول یو سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو پر موضوعاتو خبرې کړي.

خو له دې ټولو سره-سره، د جګړې شدت او ګواښ دومره لوړ دی چې د افغانستان ګاوڼدیان یې هم اندېښمن کړي دي.

د افغانستان شمالي ګاونډي تاجیکستان د پنج‌شنبې په ورځ تر ټولو ستر پوځي تمرینونه وکړل چې نږدې ټول پوځ یې په کې شامل و.

د تمریناتو پرمهال د دې هېواد جمهور رییس امام علي رحمان په افغانستان روان تاوتریخوالي ته په اشارې وویل، په سیمه کې د بې‌ثباتۍ په اړه یو ځل بیا خپلو خلکو ته ور په یادوي چې د سولې او ثبات ساتلو لپاره باید چمتو وا اوسي.

ښاغلي رحمان په افغانستان د جګړې د زیاتېدو له امله، خپل پوځ ته د افغانستان پولې ته نږدې د جدې څارنې امر هم کړی دی.

XS
SM
MD
LG