د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

افغانستان کې د ناټو نژدې ۲۰ کلن پوځي ماموریت پای ته ورسېد


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په افغانستان کې د ناټو نژدې شل کلن پوځي ماموریت پرون جمعه(د چنګاښ ۲۵مه) پای ته ورسېد.

ډیپلوماتیک او پوځي چارواکو د جرمني خبري اژانس ته دا خبر ورکړی دی او د دې معنی دا ده چې د دې ټلوالې د تاریخ تر ټولو مرګونی ماموریت پای ته ورسېد خو دې چارواکو ویلي دي چې په افغانستان کې د امریکا او د ناټو د غړې ترکیې سرتېري به په افغانستان کې پاتې وي.

د ۲۰۰۱ میلادي کال د سېپټمبر د ۱۱مې له حملو وروسته لومړی امریکا او ورپسې ناټو افغانستان ته پوځي ځواکونه واستول.

د ۲۰۲۰ میلادي کال په فبروري کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقې په پایله کې امریکا له افغانستانه د خپلو پوځي ځواکونو د وتلو ژمنه وکړه او وروسته د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل چې امریکايي سرتېري به د روان کال د اګسټ د میاشتې ترپایه له افغانستانه ووځي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG