د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

افغانستان کې د کرونا ویروس پراختیا؛ د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو رخصتیانې وغځول شوې


له حضوري زده‌کړو وروسته په کابل پوهنتون کې یو شمېر محصلین
له حضوري زده‌کړو وروسته په کابل پوهنتون کې یو شمېر محصلین

د افغانستان د لوړو زده‌کړو او عامې روغتیا وزارتونه وايي، د ټولو تعلیمي او لوړو زده‌کړو بنسټونو رخصتیانې د لوی اختر تر څلورمې نېټې پورې وغځول شوې.

دوي وايي، د کرونا روان حالت ته په کتو سره ټول تعلیمي او تحصیلي بنسټونه تر راتلونکو دوه اوونیو پورې بیاځلي رخصت شول.

د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند مرستیال حنیف فرزان نن پنجشنبه «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۱۷» ازادي راډيو ته وویل، د لوی اختر نه وروسته ټول پوهنتونونه او تعلیمي بنسټونه د ټولو روغتیايي سپارښتنو ته په پام سره د زده‌کوونکو پر مخ پرانیستل کېږي.

ښاغلی فرزان زیاتوي: "د لوړو زده‌کړو، پوهنې، عامې روغتیا وزارتونو او د تحصیلي ټولنو د اتحادیې په یوې ګډه طرحه کې هغه ټول تعلیمي او تحصیلي بنسټونه چې د کرونا واکسین په‌کې پلی شوی وي او د کرونا ویروس خپرېدا په‌کې پڅه وي، حضوري درسونه‌یې د ټولو روغتیايي سپارښتنو په پام کې نیولو سره د اختر په څلورمه پیلېږي."

کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون محصلین
کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون محصلین

نوموړی وايي، هغه ولایتونه چه د کرونا ویروس مزل په‌کې پڅ وي او د کرونا واکسین په‌کې تطبیق شوی، د ټولو روغتیايي سپارښتنو په پام کې نیولو سره دې حضوري درسونه پیل کړي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت هم په یوې اعلامیه کې چې نن پنچشنبه خپره شوې ويلي چې ټول تعلیمي او تحصیلي بنسټونه د لوی اختر تر څلورمې نېټې پورې بیاځلي رخصت شول.

د دغه وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې ټول تعلیمي او تحصیلي بنسټونه له اختر وروسته په تدریجي ډول او د واکیسن په تطبیق سره پرانیستل کېږي.

په اعلامیه کې راغلي چې د کرونا واکسین به سر له شنبې ورځې ټولو هغه زده‌کوونکو ته چې عمرونه‌یې له ۱۸ پورته دي، پوهنتونونو او تحصیلي بنسټونو ته پیل شي.

د دوی په خبره، دغه لړۍ به تر دوه اوونیو پورې د ځینو ولایتونو په ګډون دوام ولري.

د عامې روغتیا وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په ټول تعلیمي او تحصیلي بنسټونو کې باید ټول هغه روغتیايي سپارښتنې لکه د ماسک کارول، د واټن ساتل، د لاسونو پرېمینځل او داسې نور په نظر کې ونیول شي.

کابل کې د کرونا ویروس ناروغانو یوه روغتون کې په دغه ویروس یو اخته ناروغ
کابل کې د کرونا ویروس ناروغانو یوه روغتون کې په دغه ویروس یو اخته ناروغ

دا په داسې حال کې ده چې د تور فنګس ناروغي هم په افغانستان کې د پراخېدو په حال کې ده.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند میرویس علی‌زي په خبره، تر دا مهاله ۱۰ کسه د تور فنګس په ناروغۍ اخته شوي او یو یې هم مړ کړی دی.

د تور فنګس له ناروغۍ سره د کرونا ویروس پېښې هم په افغانستان کې د زیاتېدو په حال کې دي.

یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې ۸۴ کسان د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

د دې وزارت د معلوماتو په اساس په همدې موده کې ۱،۲۲۶ کسان په دې ویروس اخته شوي دي.

له تازه ثبت شویو پېښو سره په ټول افغانستان کې په دې ویروس د اخته کسانو شمېری یو لک او ۳۱ زره او ۵۰۰ ته ورسېد.

XS
SM
MD
LG