د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۷

د تورخم دروازې د تړل کېدو په تړاو د پاکستاني چارواکو ضد او نقیض څرګندونې


د تورخم دروازه
د تورخم دروازه

د تورخم د دروازې د تړل کېدو په تړاو پاکستاني چارواکو ضد او نقیض څرګندونې کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد اعلان کړی چې د تورخم لار به سر له نن د جولای شپږمې د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د پاکستان د مؤظفې ادارې تر بلې لارښوونې پورې تړلې وي.

اخوا د افغانستان په چارو کې د پاکستان د صدراعظم ځانګړي استازي محمد صادق ویلي چې د تورخم دروازه به د افغانستان او پاکستان د اتباعو په مخ چې بېرته خپلو هېوادونو ته ستنېږي، پرانیستې وي.

صادق نن مازیګر په یوه ټوېټ کې زیاته کړې چې د سوداګرۍ په مخه هم ټولې لارې خلاصې دي، خو باید د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لباره ټول لګېدلي مقررات رعایت شي.

پاکستاني چارواکو سږ کال څو وار دمخه هم د تورخم دراوزه د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف تړلې وه چې ورسره زرګونه خلک دواړو خواو ته ایسار پاتې وو.

د پاکستان د کرونا ویروس د مبارزې ادارې (NCOC) خبرداری ورکړی و چې تېر یوه اوونۍ د 'کووېډ-۱۹' په مثبتو پېښو کې زیاتوالی راغلی او ښايي همدا جولای پاکستان د کرونا له یوې بلې څپې سره مخ شي.

تورخم داسې وخت تړل شوی چې له یوې خوا په پاکستان کې د کرونا پېښې زیاتې شوي او له بلې خوا په افغانستان کې امنیتي وضعه ورځ تر بلې مخ په خرابېدو بلل شوې ده.

XS
SM
MD
LG