د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

پر قلعه‌نو د طالبانو برید؛ د سولې په اړه یې د تهران پر غونډې سیورۍ وغوړاوه


تهران کې د افغان سولې په تړاو غونډه
تهران کې د افغان سولې په تړاو غونډه

د افغان سولې په تړاو د تهران پر غونډې د قلعه نو جګړې سیورۍ وغوړاوه، خو بیا هم د کوربه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د پرونۍ غونډې په پیل کې تمه ښکاره کړه چې د افغان دولت او طالبانو استازي به مهمې پرېکړې وکړي.

د دې غونډې له جوړېدو سره په یوه ورځ طالبانو د بادغیس پرمرکز قلعه نو سخت برید وکړ، دې ښار ته ورننوتل او د ورځې په وروستیو کې دولتي چارواکو وویل چې طالبان یې له ښاره وایستل.

د افغانستان له لوري د ملي مصالحې د عالي شورا پلاوی د پخواني مرستیال ولسمشر یونس قانوني په ګډون د تهران په غونډه کې برخه لرله او د طالبانو د پلاوي مشري د قطر د سیاسي دفتر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي کوله.

د افغانستان د سولې په چار

و کې د دولت د وزارت ویاندې ناجیې انوري ازادي راډیو ته وویل چې دا غونډه د اعتماد جوړولو په هدف ترسره شوه: "دا ناسته د دواړو خواوو د مذاکره کوونکو خواوو د اعتماد د پیاوړتیا او همدا راز د ایران د اسلامي جمهوریت د حمایت د اعلان په هدف جوړه شوه. په دې ناسته کې د دواړو خواوو پلاوي ګډون لري. ایران د یوه اغېزمن ګاونډي په حیث د افغانستان د سولې پر پروسې او په افغانستان کې د یوې باعزته او تل پاتې سولې په راوستو کې اغېزمن هېواد دی."

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وایي، چې د تهران غونډه د اعتماد جوړونې په هدف ترسره شوه.
د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وایي، چې د تهران غونډه د اعتماد جوړونې په هدف ترسره شوه.

دا خبرې د ښکېلو لوریو ترمنځ د قطر د سولې د خبرو ادامه ګڼل کېږي چې په سېپټمبر کې پیل شوي دي او تراوسه په کې ډېر لږ پرمختګ شوی دی.

بین الافغاني خبرو ته ورستنېدل او سیاسي حل لاره تر ټولو غوره لاره ده.

د ایران دولتي رسنۍ خبر ورکوي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دواړو لوریو هرکلی وکړ او هغوی یې وهڅول چې د خپل هېواد د راتلونکي لپاره په غونډه کې سختې پرېکړې وکړي.

محمد جواد ظریف وویل، بین الافغاني خبرو ته ورستنېدل او سیاسي حل لاره تر ټولو غوره لاره ده.

ښاغلي ظریف د ورځې په پای کې په ټویټر کې ولیکل چې په یوه حساس زمان کې د یوې مهمې غونډې کوربه و.

ظریف زیاته کړه چې افغانان نن کولی شي، د بهرنیانو له مداخلې پرته خپل راتلونکی برخلیک وټاکي.

بل لور ته د ایران نیمه دولتي اژانس ایسنا خبر ورکړ چې د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جي شنکر مسکو ته د سفر پر مهال پرون چهارشنبه (د چنګاښ ۱۶مه) مازدېګر په تهران کې ښکته شو او د ایران له منتخب ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر سره یې وکتل.

هندوستان ټایمز ورځپاڼې پرون ولیکل چې ښاغلی شنکر مسکو ته د تهران له لارې سفر کوي چې د افغانستان پېښې هم د خبرو برخه دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جي شنکر مسکو ته د تهران له لارې ځي چې د افغانستان پېښې هم د خبرو برخه دي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جي شنکر مسکو ته د تهران له لارې ځي چې د افغانستان پېښې هم د خبرو برخه دي.

پر قلعه نو د طالبانو پروني برید د تهران پر غونډې سیورۍ غوړولی و او داسې وایسېده چې سیاسي حل لارې ته د رسېدو لپاره باید اوږده لاره کچ شي.

د بادغیس والي حسام الدین شمس پرون رسنیو ته د ورځې په وروستیو کې وویل چې طالبانو ته درانه تلفات اوښتي دي.

د بادغیس پر مرکز قلعه نو د طالبانو برید
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:02 0:00

که څه هم تراوسه د دې جګړې د تلفاتو دقیقه شمېره څرګنده نه ده، خو په بادغیس کې چارواکي وایي چې تر اتیا ډېر طالبان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د افغان سولې ناڅرګند بهیر د ایران پر وضعیت هم تاثیر کوي، ځکه چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په دغه هېواد کې لا هم شااوخوا دوه میلیونه افغان کډوال دېره دي او که د افغانستان جګړې پسې سختې شي ممکن دغه هېواد ته نور کډوال پسې ورشي.

XS
SM
MD
LG