د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۴

د بادغیس والي: پر مرکز قلعه‌نو د طالبانو بریدونه په شا وتمبول شول


افغان سرتیری
افغان سرتیری

د افغانستان دفاع وزارت وایي چې د بادغیس مرکز قلعه‌نو له وسله‌والو طالبانو تصفیه شو.

دفاع وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د ملي اردو ځواکونو، په قلعه‌نو کې د امنیه قوماندانۍ، د ملي امنیت ریاست ودانۍ او زندان د ترهګرو له وجوده تصفیه کړي او هغوی ته‌یې ډېر تلفات اړولي دي.

د خبرپاڼې له مخې ترهګر له مرکز څخه د تېښتې په حال کې دي او د ښار نورې برخې به هم په څو ساعتونو کې له وسله‌والو طالبانو تصفیه شي.

تر دې مخکې د بادغیس والي حسام‌الدین شمس ویلي و چې امنیتي او دفاعي ځواکونو د دې ولایت پر مرکز قلعه‌نو د وسله‌والو طالبانو حملې په شا تمبولي او هغوی ته‌یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

ښاغلي شمس نن خبریالانو ته وویل: "په پیل کې له دوه درې لورو، مخالفین او دښمن ښار ته ننوتی وو. له نېکه مرغه زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو له جانانه او زړور مقاومت سره مخ شول. د څو ساعتونو لپاره جګړې دوام درلود. اوس‌مهال دښمن زیان لیدلی او مرګ‌ژوبله یې لیدلې ده او د شاتګ په حال کې دی. د قلعه نو خلکو ته ډاډ ورکوم چې امنیتي او دفاعي ځواکونه تر وروستۍ شېبې به له ښار دفاع وکړي."

ښاغلي شمس په ویډیوي پیغام کې چې د کورنیو چارو وزارت په خپله فیسبوک پاڼه کې خپور کړی، وایي: "د امنیتي ادارو یو شمېر مشران دلته په قلعه نو کې حضور لري، غواړو تاسو ته ډاډ درکړو چې د ځانګړو او سپېشل فورس ځواکونو په ګډون زموږ ټول امنيتي او دفاعي ځواکونه به له قلعه نو څخه دفاع وکړي او دښمن چې اوس له موږ سره په نښتو کې ښکېل دی، د ښار په ځینو برخو کې ورته تلفات رسیدلي او هم له ماتې سره مخامخ شوی دی."

له دې مخکې نوموړي ازادي راډیو ته وویل چې د دې ولایت ټولې ولسوالۍ د طالبانو لاسته لویدلې دي.

د راپورونو له مخې پر قلعه نو د وسله والو د نن سهار په برید کې د قلعه نوز ندان مات شوی او ټول بندیان ترې تښتیدلي، خو سیمه ییزو چارواکو ویلي چې امنیتي ځواکونو ډېری بندیان نیولي او بېرته یې زندان ته لېږدولي دي.

وسله والو طالبانو پر قلعه نو د حملو په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې یې ادعا کړې وه چې د مقر، قادس او اب کمري ولسوالیو د نیولو پر مهال له دوه سوه زیات پولیس او سرتیرې له خپلو وسلو او مهماتو سره دوی ته تسلیم شوي دي.

XS
SM
MD
LG