د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۵

کندز ښار کې لا هم اوبه او برښنا نشته؛ چارواکي: ۵ ورځني جګړې ۲۱ملکیان وژلي


د کندز ښار
د کندز ښار

د کندز ښار شااوخوا نږدې څنډې له پنځو ورځو راهیسې د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ د درنو او خونړیو جګړو شاهد دي.

د دغو جګړو له کبله ۲۱ تنه ملکي کسان وژل شوي او ۱۶۰ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي، دې شمېر کې ښځې، نارینه او ماشومان شامل دي.

د کندز د عامې روغتیا رئیس ډاکټر احسان الله فضلي ازادي راډيو ته وویل: "زموږ ټول روغتیايي مرکزونو په دې څو ورځو جنګ کې خپل ولس ته خدمتونو وړاندې کړي او کوي یې، همدا راز حوزوي روغتون، د کووېډ-۱۹ روغتون او ولسوالیو کې زموږ کلینکونه خلاص دي او زموږ ټول صحي پرسونل شپه او ورځ د خپل ولس په خدمت کې دي."

د کندز ښار
د کندز ښار

دا هغه شمېر دی چې په رسمي توګه د کندز په حوزوي روغتون کې ثبت او راجستر شوي، خو ښايي د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې غیر رسمي شمېر له دې هم لوړ وي.

که څه هم د نورو ورځو پرتله نن جمعه (د چنګاښ ۴مه) په کندز ښار کې د عامو خلکو تګ را تګ هم زیات شوی او ځای ځای دکانونه هم پرانیستي دي، خو خلک لا هم د خوندیتوب احساس نه کوي.

د کندز ښار یوه اوسېدونکي محمدالله په دې ازادي راډیو ته وویل: "د جګړې پر مهال موږ له ډېرو مشکلاتو سره مخ وو، خپلو کورونو کې بند وو، زموږ خوراکي توکي تمام شوي وو، همدارنګه ازادانه نه شو ګرځېدلی، خو اوس له دولته غواړو چې برښنا وصل کړي، څو په نلونو کې د څښاک اوبه راشي."

په دې پنځو ورځو جګړو کې د کندز ښار اوسېدونکي له بې شمېره ستونزو سره مخ شوي، ځکه لا هم ښار کې برښنا او د څښاک اوبه نشته او دې مسالې خلک له جدي ننګونو سره مخامخ کړي دي.

د کندز ښار د خواجه مشهد د کوڅې یو اوسېدونکي شیراغا خپل د سترګو لیدلی حال ازادي راډیو ته وویل: "د یوې کورنۍ څلور کسان ټپیان شوي وو، له دې شمېره پلار یې مړ شو او یوه لور یې د عملیات لاندې مړه شوه، کله چې مړي له شفاخانې کور ته انتقالوو، شدید جنګ شروع شو او دغه شهید تر سهار د سړک پر سر پاتې وو او چا نه شو کولی چې شهید پورته کړي."

د کندز ښار د سې درک د سیمې یو اوسېدونکي عبدالشکور هم ورته خبره کوي: "د کندز خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. اوبه، برښنا او ډوډۍ نشته ده. زموږ سیمه ییز چارواکي ډېر بې کفایت کسان دي او باید دوی استعفا ورکړي. موږ له مرکزي حکومت څخه غواړو چې اقدام وکړي، څو په کندز کې امنیت تأمین شي."

د کندز ښار
د کندز ښار

خو د کندز سیمه ییز چارواکي بیا وايي، دولتي ځواکونو د ښار له ځینو سیمو څخه د وسله والو طالبانو بریدونه پر شا تمبولي او لا هم تصفیوي عملیات جریان لري.

چارواکي وايي، د برښنا ریاست کار کوونکو کار پیل کړی او د ښار ځینو سیمو کې برښنا فعاله شوې ده او هڅې روانې دي چې د نن ورځې په اوږدو کې د ټول ښار برښنا بېرته وصل شي.

یوه اوونۍ وړاندې د شېرخان بندر په ګډون د دې ولایت ټولو لسوالیو د وسله والو طالبانو په لاس سقوط وکړ او اوس مهال یوازې د کندز ښار او د علي اباد ولسوالۍ د دولتي ځواکونو په واک کې دي، د نورو ورځو پرتله نن د جنګ غږ نه اورېدل کېږي، خو لا هم طالبان د ښار په نږدې څنډو کې حضور لري.

XS
SM
MD
LG