د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

روغتیا وزارت: د کرونا درېیمې څپې د معتادینو د درملنې پروګرام اغېزمن کړی


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

پخوا ځینې معتادین په ځانګړي توګه هغه ښځې چې د کورنیو ستونزو له امله یې نه غوښتل ځان د اعتیاد د درملنې په مرکزونو کې بستر کړي، په خپلو کورونو کې یې تداوي کېده.

خو اوس د کرونا د درېیمې څپې د خپرېدو له امله، ځینې روغتیایي خدمتونه، په ځانګړي توګه په کور کې د معتادینو د درملنې پروګرام بند شوی او دوی اړ دی چې ځانونه د اعتیاد د درملنې په مرکزونو کې بستري کړي.

  • معتاده رحیمه

رحیمه چې د اعتیاد ترڅنګ له نورو ناروغیو هم کړیږي وایي، اندېښنه یې دا ده چې د اعتیاد د درملنې په مرکز کې د ډېر شمېر ناروغانو د بستري کېدو له امله دغه مرکز کې د کووېډ – ۱۹ په ناروغۍ اخته نه شي.

ارشیف، کابل کې د افغان جاپان روغتون چېرته چې په کرونا د اخته ناروغانو درملنه کیږي.
ارشیف، کابل کې د افغان جاپان روغتون چېرته چې په کرونا د اخته ناروغانو درملنه کیږي.

نوموړې وايي: "زما شکر ډېر لوړ دی او خوله او ستونې مې لکه لرګی داسې وچ دی. زه پوهېږم چې په دی مرکز کې ډیر شمېر کسان کرونا نیولي. مریض او پایواز ته یې ان یو ماسک هم نه ورکول کېږي، څو یو بل ته مرض انتقال نه کړي. ټول مریضان زکام، تبې او ستوني درد نیولي. کلینک به پخوا ما ته شربت او د تقویه ګولۍ راکولې او راته یی ویل چې دا دارو په کور کې وخوره، جوړه تیاره به شې."

پخوا به روغتیایي کار کوونکو په کور کې د معتادینو د درملنې پرمهال د اعتیاد ترڅنګ د معتادینو د نورو ناروغیو درملنه هم کوله او کورنیو به په ګډه په خپلو معتادو غړو پام کاوه، خو اوس د اعتیاد په مرکزونو کې بستري شوې معتادې ښځې وایي چې د کورنیو د غړو په نشتوالي کې له ستونزو سره مخ دي.

روغتیایي کارکوونکي کورنیو محدودیتونو ته په کتو، په کور کې د اعتیاد درملنه اغېزناکه بولي او وایي چې ښایي د دې پروګرام د درېدو له امله د یو زیات شمېر ښځو د اعتیاد درملنه ونه شي.

معتادې ښځې وایي چې د کورنیو د غړو په نشتوالي کې له ستونزو سره مخ دي.
معتادې ښځې وایي چې د کورنیو د غړو په نشتوالي کې له ستونزو سره مخ دي.

د ښځو او ماشومانو په پنځوس بستریز روغتون کې اروا پوهه عادله صافۍ وایي، په کور کې د معتادینو د درملنې پروګرام په مرسته یې دوه ډوله معتادینو ته رسیدګي کوله.

نوموړې زیاتوي: "په کور کې درملنه یا (Home base) زموږ ناروغانو ته ډېره مهمه وه. ځکه هغه ناروغان چې ستګما یا وېره یی درلوده او کورنۍ په بهر کې د درملنې اجازه نه ورکوله، لومړی د دوی لپاره ډېره مهمه وه او دویم د هغو ناروغانو لپاره چې د کورنۍ غړو ورسره مرسته کوله او له معتاده یې ملاتړ کاوه، ډېره مهمه وه. له اقتصادي پلوه یې هم حکومت ته لږ مالي لګښت درلود."

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، دا پروګرامونه ځکه درول شوي، څو له معتاده روغتیایي کار کوونکي او بر عکس له روغتیایي کار کوونکي څخه معتاد ته د کرونا ویروس د انتقال مخه ونیول شي.

د عامې روغتیا وزارت د غوښتنې کمولو ریاست تخنیکي مرستیال عبدالشکور حیدري وایي، په کور کې د معتادینو د درملنې پروګرام به د کرونا د درېیمې څپې له پای ته رسېدو سره بیا پیل شي.

حیدري زیاته کړه: "په تېره یوه میاشت کې د قرنطین له امله زموږ ساحوي ټیمونو ونه کړای شول چې په سیمه کې فعالیت وکړي. له همدې امله زموږ پروګرامونه اغېزمن شوی. هیله لرو چې په افغانستان کې د کرونا ستونزه راکمه او یا په بشپړ ډول حل شي، څو موږ په کور کې د معتادینو د درملنې پروګرام کیفیت لوړ کړو او دا پروګرام نور هم وغځوو."

دا معلومه نه ده چې په کور کې د معتادینو د درملنې پروګرام په درېدو سره څه شمېر معتادین له درملنې بې برخې شوي، خو ډاکټران وایي، دا تدابیر له معتادینو سره مرسته کوي، که په کرونا اخته کېږی نو د اعتیاد د درملنې په مرکز کې یې ښه درملنه وشي.

ددې راپور غږیزه بڼه د لاندې تړوني په کېکاږلو سره اوریدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:42 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG