د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۴

دفاع وزارت: ۹ ولسوالۍ مو بېرته ونیولې؛ طالبان: ۴ نورو ته مو هم سقوط ورکړ


ارشیف، افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال
ارشیف، افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د افغانستان دفاع وزارت وایي، یوازې تېره شپه یې درې ولسوالۍ له طالبانو بېرته نېولي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن جمعه (د چنګاښ ۴مه) ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونو تر دې دمه اته ولسوالۍ له طالبانو تصفیه کړي.

ښاغلي امان زیاته کړه: "د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د یوې مشخصې برنامې په لړ کې تر اوسه ٨ ولسوالۍ په کندز، بلخ، تخار، پکتیا او فاریاب کې نېولي دي، اوس مهال د پرمختګ په حال کې دي او یوازې تېره شپه دوه ولسوالۍ احمد ابا او سید کرم په پکتیا کې نیولي او فاریاب اندخوې ولسوالي نیولي دي."

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان
د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان

نوموړي وویل، د تخار بنګي او فرخار ولسوالۍ د بلخ ولسوالۍ د کندز ارچي او علي اباد ،د پکتیا سید کرم، احمد ابا او د فاریاب اندخوی ولسوالۍ نېولي دي.

همدارنګه دفاع وزارت نن جمعه (د چنګاښ ۴مه) په یو جلا بیان کې ویلي چې د جمعې په ورځ یې د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ او کیله ګي سیمې هم د طالبانو له واکې وتلې دي.

خو وسله وال طالبانو بیا دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې همدا نن سهار يې هم څلورو نورو ولسوالیو ته سقوط ورکړی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "دا نن سهار هم موږ څلور ولسوالۍ په بغلان، فاریاب او ځینیو نورو سیمو کې سقوط کړي چې له دې سره موږ سره ټوله کې ۱۰۹ ولسوالۍ دي."

په همدې حال کې د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز مارک مېلي د امریکا کانګرس ته ویلي چې امریکايي ځواکونه د طالبانو له پرمختګونو وروسته د افغانستان وضعیت له نژدې څاري.

جنرال مارک میلي وايي طالبانو د افغانستان په ۸۱ ولسوالیو ولکه ټینګه کړې.
جنرال مارک میلي وايي طالبانو د افغانستان په ۸۱ ولسوالیو ولکه ټینګه کړې.

ښاغلي مېلي ویلي دي چې د افغانستان د ټولو ۴۱۹ ولسوالیو څخه اوس ۸۱ د طالبانو په ولکه کې دي، خو نوموړي ویلي، دا چې طالبان وایي، په وروستیو دوو میاشتو کې یې په لسګونو ولسوالۍ نیولي دا درسته نه ده، ځکه د ده په وینا طالبانو تېر کال مخکې له دې چې امریکا له افغانستانه د ځواکونو د وتلو بهیر پیل کړي، په ۶۰ ولسوالیو کنټرول درلود.

جنرال میلي دغه راز ویلي چې له دغو پرمختګونو سره-سره طالبان تر اوسه نه دي بریالي شوي چې د کوم ولایت مرکز ونیسي.

له بلې خوا په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند نن جمعه (د چنګاښ ۴مه) ازادي راډیو ته وویل، افغان ګډو ځواکونو چې د ضربتي یا کمپاین په نوم مشهور د 'کي.پي.اېف' ځانګړي ځواکونه یې هم ملتیا کوي، په پکتیا کې د سقوط شوېو ولسوالیو د بیا نیولو علمیات پیل کړي.

مومند وایي، د عملیاتو په لړ کې د سیدکرم ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له موجودیته پاکه شوې چې پر مهال یې د لومړنیو مغلوماتو له مخې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د پکتیا والي محمد حلیم فدایي وایي چې وسله والو طالبانو د سیدکرم ولسوالۍ د ودانۍ یو شمېر اداري توکي مات کړي
د پکتیا والي محمد حلیم فدایي وایي چې وسله والو طالبانو د سیدکرم ولسوالۍ د ودانۍ یو شمېر اداري توکي مات کړي

مومند همدارنګه وایي، افغان ځواکونه د مېرزاکې په نوم د یوې بلې سقوط شوې ولسوالۍ د نیولو په تکل مخکې روان دي او په خبره یې جزییات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

له دې سره هم مهاله د پکتیا والي محمد حلیم فدایي وایي چې وسله والو طالبانو د سیدکرم ولسوالۍ د ودانۍ یو شمېر اداري توکي مات کړي، ځینې برخې یې سوځولي او اسنادو ته یې زیان رسولی دی.

خو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغان ځواکونو له لوري د ولسوالیو بېرته نېولو ادعا ردوي.

د ولسوالیو د لاس په لاس کېدو راپورونه داسې مهال ورکول کېږي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یو دولتي پلاوي په ملتیا امریکا ته تللی او تمه ده چې په روان وضعیت له امریکایي لوري سره خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG