د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۰

امریکا ته د افغان مشرانو سفر او د یو شمېر ښځینه فعالانو غوښتنې!


ارشیف، ولسمشر غني په الوتکه کې
ارشیف، ولسمشر غني په الوتکه کې

په افغانستان کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالینې امریکا ته د جمهور رییس محمد اشرف غني او د ملي مصالحي د عالي شورا د رییس عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغان پلاوي سفر او د هغه هېواد له جمهور رییس او مشرانو سره یې لیدنه له اهمیته ډکه بولې.

دوی د بېلابېلو موضوعاتو تر څنګ د سولې په خبرو او په سوله کې د ښځو د حقونو او د دوی د لاسته راوړنو په خوندیتوب ټینګار کوي.

په ناروې کې د افغانستان مخکینۍ سفیره شکریه بارکزۍ وايي، باید د افغان ځواکونو د مدیریت په اړه خبرې وشي، مدیریت مشترک شي، څو بیا افغانستان د ترهګرو په پناه ځای بدل نه شي.

اغلې بارکزۍ وايي، دغه شان د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراژیکي هوکړې، ګډو ګټو او د ښځو او بشر د حقونو د خوندیتوب په اړه هم باید خبرې وشي.

په ناروې کې د افغانستان مخکینۍ سفیره شکریه بارکزۍ
په ناروې کې د افغانستان مخکینۍ سفیره شکریه بارکزۍ

نوموړې زیاته کړه: "د افغانستان خلک او مخصوصاً د افغانستان ښځې هم د افغانستان او هم له امریکا نه دا غواړي چې په افغانستان کې د هغې سولې لپاره هلې ځلې وکړي چې په هغې کې عدالت رعایت شي، په هغې کې د افغانستان د خلکو حقونه خوندي وساتل شي او په هغې کې د افغانستان د خلکو اراده وي چې خپل برخلیک وټاکي."

اغلې بارکزۍ وايي، که جګړه نور هم پسې اوږدېږي باید افغان ښځو ته دا ډاډ ورکړل شي چې دوی به ګواښېږي نه، ترور کېږي به نه او ښوونځي به یې پر مخ نه تړل کېږي.

ټاکل شوې چې د افغان جمهور رییس محمد اشرف غني او د ملي مصالحې د عالي شورا د رییس عبدالله عبدالله په مشرۍافغان پلاوی د جمعې په ورځ د امریکا د جمهور رییس جو بایډن په رسمي بلنه په هغه هېواد له نوموړي سره وګوري.

د افغانستان جمهوري ریاست مخکې ویلي چې د دغه سفر هدف د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا او د مرستو پر دوام خبرې اترې او بحثونه دي.

د افغانستان د سولې د مرکچي پلاوي غړې شریفه زرمتۍ وايي چې امریکا ته په تلونکي پلاوي کې د سولې د مرکچي پلاوي دوه تنه غړې اغلې فاطمه ګیلاني او حبیه سرابي هم شاملې دي.

د افغانستان د سولې د مرکچي پلاوي غړې شریفه زرمتۍ
د افغانستان د سولې د مرکچي پلاوي غړې شریفه زرمتۍ

نوموړې وویل: "د افغانستان د سولې د مرکچي پلاوي دوه تنه خویندې په دې ناسته کې ګډون لري، دا ځکه ډېر مهم دی چې دوی کولای شي په واقعي بڼه باندې د افغانستان د ځورېدلو خویندو، د افغانستان د قربانیانو د کورنیو او د افغانستان د شهیدانو د کورنیو هغه واقعي غږ پورته کوي."

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په افغانستان د جګړو او تاوتریخوالي په شدت سره افغان مېرمنې د سولې د احتمالي هوکړې او د طالبانو په راتګ سره د خپلو حقونو او لاسته راوړنو د خوندیتوب اندېښنې اخیستي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېره ورځ په خپل اعلامیه کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب او دوی ته د درناوي خبره کړې او افغان حکومت هم تل دا داډ ورکړی چې د سولې په خبرو کې به د دوی په حقونو او لاسته راوړنو معامله نه کېږي او ساتل کېږي به.

XS
SM
MD
LG