د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۸

کندهار کې ۹۰۰ کډوالو او داخلي بې‌ځایه شویو مېرمنو ته حرفوي زده‌کړې ورکول شوې


کندهار کې د حرفوي زده‌کړې
کندهار کې د حرفوي زده‌کړې

په کندهار کې ۹۰۰ کډوالو او داخلي بې‌ځایه شویو مېرمنو ته بېلابېلې حرفوي زده‌کړې ورکول شوي.

د کندهار د ښځو چارو ریاست اړوند د حرفوي زده‌کړو په دې مرکز کې د ارایشګرۍ، خیاطۍ، کروشنیل او هندارو جوړولو دغه شپږ میاشتني لنډ مهاله کورسونه، د هغه مېرمنو لپاره دي چې تازه هېواد ته له کډوالۍ راستنې شوي او یا هم د کورنیو جګړو له امله بې‌ځایه شوې دي.

د دغه کورسونو دوو ګډونوالو شمسیې او نادیې ازادي رادیو ته وویل چې دوی به د کسبونو تر زده کولو وروسته په خپلو کورونو کې خپل کار پیل کړي.

شمسیه د ارایشګرۍ د کورس ګډونواله ده.

دا وايي: "دا کورسونه د ښځو لپاره ډېر مهم دي، ځکه هغه ښځې چې دلته راځې بې‌سواده، کونډیانې یا یتیمانې دي. دا ټول دلته کار کوي، د دوی دلته اخري میاشت ده کله چې دا خلاص شي بیا دوی کوم ځای ارایشګاه راباسي او خپل کار ته به ادامه ورکړي."

کندهار کې د حرفوي زده‌کړو یوه زده‌کوونکې
کندهار کې د حرفوي زده‌کړو یوه زده‌کوونکې

نادیه بیا د خیاطۍ د کورس ګډونواله ده: "موږ د نورو زده‌کړو څخه بې‌برخې کسان یو، هغه چې مهاجر شوي دي د نورو ځایونو څخه راغلې دي، نو ځکه غواړو دا کسبونه زده کړو، دا زموږ لپاره ډېر مهم دي، وروسته د دې څخه موږ کولای شو خپل د کور خرڅ هر څه د دې څخه لاس ته راوړو، زموږ سره استادانو په دا شپږو میاشتو کې ډېره ښه همکاري کړې، د خامک د زده‌کړو لپاره، په کور کې موږ هېڅ نه‌شوای کولای چې د خیاطۍ دا زده‌کړه به بیا موږ نورو ته هم ورکړو."

د حرفوي زده‌کړو د دغه مرکز ښوونکې بي بي روښانې ازادي راډیو ته وویل چې د ښځو د لاسي کارونو په ځانګړې توګه کروشنیل مینه‌وال تر پخوا زیات شوي او د دې حرفې د زده‌کړو په برخه کې د ښځو لېوالتیا هم زیاته شوې ده.

بي بي روښانه وايي: "ټوله دا د کروشنیل د کار سره علاقه لري، په دې خاطر ورسره علاقه لري چې ګټه‌يې ترلاسه کړه، اوس زه په خپله یو دانه درېشي په ۱،۵۰۰ افغانۍ جوړوم، ځکه چې خلک‌يې ډېر خوښوي، دا یوه درېشي زه په درې ورځې کې جوړومه په درې ورځې کې ۱،۵۰۰ افغانۍ ډېر شی دي زما لپاره."

په عین وخت کې د کندهار د ښځو چارو ریاست رئیسه رقیه اڅګزۍ وايي د حرفوي زده‌کړو په دغو مرکزونو کې تر اوسه شااوخوا ۹۰۰ مېرمنو زده‌کړې کړي او سلګونه نورې به هم وروزل شي.

کندهار کې د حرفوي زده‌کړو د زده‌کوونکو له لوري ګڼډل شوي کالي
کندهار کې د حرفوي زده‌کړو د زده‌کوونکو له لوري ګڼډل شوي کالي

رقیه اڅکزۍ زیاتوي: "د دې ترڅنګ زموږ سره «Mrecy» دفتر ژمنه کړې، هغه خویندې چې د کډوالو په توګه وطن ته راغلي او ترڅنګ‌يې هم ولایتي بې‌ځایه شوي یا د ولسوالیو بې‌ځايه شوي خویندې، د هغو لپاره نور پلانونه هم تر لاس لاندې دي چې ممکن په دې نږدې وختونو کې شروع شي، زموږ د ښځو چارو ریاست خپل د حرفوي زده‌کړو مرکز دوی ته په اختیار کې ورکړی دی، نوم‌لیکنه جریان لري او هغه خویندې چې دوی مهاجر شوې دي، بې‌ځایه شوې دي کولای شي په دې کې ګډون وکړي، حرفه‌یې تر اوسه مشخصه کړې نه‌ده، خو خیاطۍ، ارایشګاه او هندارې جوړول به وي."

د ښځو چارو ریاست چارواکي وايي، فارغینو ته د دوی د کسبونو اړوند وسایل هم ورکوي چې د خپلو کورنیو اقتصادي اړتياوې پوره کړای شي.

XS
SM
MD
LG