د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۴

چین له افغانستان سره د کرونا ضد ۷۰۰ زره دوزه واکسین مرسته کوي


د چین تولید د کرونا ویروس ضد سینوفارم واکسین
د چین تولید د کرونا ویروس ضد سینوفارم واکسین

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې د زیاتېدو په حال کې دي چین له دې هېواد سره د کرونا ضد ۷۰۰ زره دوزه واکسین د مرستې اعلان وکړ.

په کابل کې د چین سفیر وانګ یو ویلي چې چین د کرونا ویروس د لا خپراوي د مخنیوي په برخه کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دی.

ښاغلي وانګ یو پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "چین به افغانستان ته ۷۰۰ زره دوزه د کرونا ضد واکسین ورکړي، موږ پر ستونزو د بریا لپاره له افغانستان سره یو."

په ورته وخت کې د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي ټاکل شوې چې د چین دا مرسته شوی واکسین یوه اوونۍ وروسته افغانستان ته ورسېږي.

د دې وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۰۳» ازادي راډيو ته وویل: "چین له افغانستان سره د ۷۰۰ زره دوزه واکسين د مرستې ژمنه کړې ده، دا واکسین به ډېر ژر افغانستان ته ورکړل شي، دا د سینوفارم کمپنۍ تولید شوي واکسین دي چې افغانستان ته له رسېدو سره سم به‌يې هېوادوالو ته د تطبیق چارې پیل شي."

ښاغلی علیزی وايي چې تر دې دمه د هندوستان د ۵۰۰ زره دوزه مرسته شوي واکسین په ګډون افغانستان ته د کرونا ضد یو ملیون دوزه واکسین وارد شوی چې ۵۷۰ زره‌يې تطبیق شوی او کم شمېر يې پاتې دی.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ تر دې دمه چین، هند، د روغتیا نړیوال سازمان او د اسیا پراختیايي بانک له دې هېواد سره د کرونا ضد واکسین مرسته کړې او یا يې هم د مرستې ژمنه کړې ده.

چین په داسې حال کې له افغانستان سره د کرونا ضد واکسین د مرستې ژمنه کړې چې په دې هېواد کې ورځ تر بلې د کرونا ویروس مثبتې پېښې زیاتېږي.

د کابل په افغان جاپان روغتون کې د کرونا ویروس له امله مړ شوی کس او په دغه ویروس یو شمېر اخته ناروغان
د کابل په افغان جاپان روغتون کې د کرونا ویروس له امله مړ شوی کس او په دغه ویروس یو شمېر اخته ناروغان

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۶۲۸ مثبتې پېښې ثبت شوي او له امله‌يې ۲۴ کسان مړه شوي دي.

دا وزارت وايي چې په دې سره په دې هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر نږدې ۶۷ زره ته ورسېد او دغه‌شان تر دې ترې ۲،۸۳۶ کسان مړه شوي دي، خو دا رسمي شمېرې دي ښايي د نا ثبت شويو پېښو سره شمېر له دې هم لوړ وي.

XS
SM
MD
LG