د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

چین د جَنوبي اسیا له هېوادونو سره د 'کووېډ-۱۹' واکسین مرسته کوي


د کرونا ویروس ضد د چین تولید سینوفارم واکسین
د کرونا ویروس ضد د چین تولید سینوفارم واکسین

د چین د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړه چې غواړي د جَنوبي اسیا له هېوادونو سره د 'کووېډ-۱۹' واکسین مرسته وکړي.

د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي سې شنبه وویل هېواد یې چمتو دی چې د جَنوبي اسیا هېوادونو ته د سیمه‌ییزې راکړې ورکړې د غښتلتیا د ساتلو په هدف د 'کووېډ-۱۹' واکسین ورکړي.

په همدې هدف سې شنبه د چین، افغانستان، بنګله‌دېش، نیپال، پاکستان او سریلانکا د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه انلاین غونډه کې سره خبرې هم کړې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي د بېړنیو مرستو د یوې زېرمې د جوړولو وړاندیز یې هم کړی دی.

له دې مخکې هم چین له افغانستان او پاکستان سره د واکسین د مرستې اعلان کړی و.

چین له ټولو خو په تېره بیا هندوستان سره د مرستو ډاډ ورکړی.

د جَنوبي اسیا په هېوادونو کې د هندوستان وضعه ښه نه‌ده.

هلته دا وروستۍ څو ورځې په اوسط ډول درې نیم لکه کسان په کرونا اخته کېږي.

په هند کې د ټول‌ټال مثبتو پېښو شمېر له ۱۷ ملیون او ۶ لکو اوښتی چې له ډلې یې ۱۹۸ زره کسان مړه شوي.

XS
SM
MD
LG