د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۶

د نړۍ د دیني ازادۍ په اړه د امریکا په کلني راپور کې د افغانستان وضعیت


په کابل کې د سېکهانو پر ګوردواره په وسله‌واله حمله کې وژل شوي افغان سېکهان.
په کابل کې د سېکهانو پر ګوردواره په وسله‌واله حمله کې وژل شوي افغان سېکهان.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په نړۍ کې د دیني ازادیو کلنی راپور خپور کړ.

په دې راپور کې چې د ۲۰۱۹ کال په ترڅ کې د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې د دیني ازادیو مسئله څيړل شوې ده، د افغانستان په اړه هم په تفصیل دې مسئلې ته اشاره شوې ده.

د افغانستان په اساسي قانون کې د دولت دین اسلام دی، خو په قانون کې دا راغلي دي چې د نورو ادیانو پيروان کولای شي چې خپل دیني مناسک د قانون په چوکاټ کې ترسره کړي.

په ورته وخت کې د سني حنفي فقې له مخې که څوک له اسلامه بل دین ته واوښت هغه مرتد بلل کېږي، باید ووژل شي، شتمني یې مصادره شي او د افغانستان په اساسي قانون کې ویل شوي چې حنفي فقه تطبیقېږي.

د امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۱۹ کال په کلني راپور کې وړاندې راغلي چې د افغانستان په قوانینو کې دې ته اشاره نه‌ده شوې چې د لفظي تېریو او په انټرنټ کې دین ته د سپکاوي جرم څه دی.

په دې کلني راپور کې د ۲۰۱۹ کال په ترڅ کې د هزاره‌وو د استازو په استناد راغلي چې دوی وایي، د حکومت امنیتي هڅې په شیعه مېشتو سیمو کې کافي نه‌دي.

راپور وایي، حکومت یو ځل بیا د کابل په لوېدیځ کې د دشت برچي د سیمې د امنیت لپاره هڅې وکړې. دا هغه سیمه ده چې د کال په اوږدو کې لوی بریدونه په‌کې وشول.

حکومت په دې سیمه کې د ځواکونو د زیاتېدو د پلان خبره وکړه، خو د شیعه‌وو په وینا د دې پلان د اعلان سربېره حکومت د دوی په سیمو کې امنیتي ځواکونه زیات نه‌کړل او حکومت د تکیه‌خانو ساتونکو ته وسلې ورکړې چې د بریدونو مخه ونیسي.

د کابل دشت برچي سیمه کې پر یوه روغتون وسله‌واله حمله
د کابل دشت برچي سیمه کې پر یوه روغتون وسله‌واله حمله

په راپور کې راغلي چې هندوان او سېکهان چې یو کال مخکې یعنې په ۲۰۱۸ کال کې یې شمېر د ۵۰۰ او ۶۰۰ ترمنځ و په ۲۰۱۹ کال یې شمېر ۲۰۰ ته راټیټ شو، یوشمیر یې هند ته ولاړل او یو شمېر یې په لوېدیځو هېوادونو کې پناه واخیسته. په راپور کې د دې علت امنیتي ګواښونه یاد شوي او ویل شوي چې حکومت د دوی په ساتنه کې پاتې راغلي دي.

د هندوانو او سېکهانو د ټولنو په وینا د دوی غړي لاهم نه‌غواړي چې په محکمو کې خپلې لانجې حل کړي ځکه چې وېره لري چې انتقام به ترې واخیستل شي او د همدې لپاره خپلې لانجې د خپلو ټولنو له لارې حلوي.

د هندوانو او سېکهانو استازو دا هم ویلي دي چې په محکمو کې له دوی سره هغسې چلند نه‌کېږي لکه له مسلمانانو سره چې کېږي.

په راپور کې بیا دې ته اشاره شوې چې د سېکهانو او هندوانو محدود شمېر کسان په حکومت کې کار کوي.

د هندوانو په چارو کې د ولسمشر غني سلاکار سندپال سنګ خالصه
د هندوانو په چارو کې د ولسمشر غني سلاکار سندپال سنګ خالصه

بل لور ته شیعه بیا په حکومت کې په یو شمېر ډېرو مهمو بستونو کې وظیفه اجرا کوي، خو د شیعه‌وو مشران وایي چې لاهم دوی ته د نفوس په پرتله سم حق نه‌دی ورکړل شوی.

په راپور کې راغلي دي چې د اسلامي دولت خراسان څانګه چې متحده ایالات د یوې ترهګرې ډلې په سترګه ورته ګوري په افغانستان کې پر مذهبي او دیني اقلیتونو بریدونه کړي او د دوی غړي یې وژلي دي، طالبانو بیا په انفرادي ډول هغه کسان په نښه کړي چې د دوی په باور له حکومت سره په ارتباط کې دي.

په راپور کې د یوناما د راپور په استناد راغلي چې په تېرو څلورو کلونو کې اکثر ځان وژونکي بریدونه او نورې چاودنې پر شیعه‌وو شوې دي، خصوصاً پر هزاره شیعه‌وو.

د ۲۰۱۹ کال په ترڅ کې یوناما وویل چې ۲۰ ځله پر عبادت‌ځایونو، مذهبي مشرانو او عبادت کوونکو حملې شوې دي، خو په ۲۰۱۸ کال کې د دې بریدونو شمېر لږ زیات و، ۲۲ ته رسېده.

دغه تلفات هم تېر کال تر وړم کال کم و، په ۲۰۱۸ کې د دې بریدونو په ترڅ کې ۱۵۶ کسان وژل شوي وو، تېر کال ۸۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د راپور له مخې دا ټولې حملې د داعش او حکومت ضد عناصرو له‌خوا شوې دي.

داعشيان له اچين تللي خو ماينونه يې پاتې دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:46 0:00

د دیني ازادیو په ارتباط د امریکا متحده ایالاتو په کلني راپور کې راغلي چې طالبانو بیا هغه سني ملایان چې د دوی له افکارو سره‌یې سم اسلام نه‌تفسیراوه وژلي دي یا یې تهدید ورته کړی دی.

طالبانو هغه ملا امامان او د مذهبي چارو مسؤلین هم وژلي دي چې د حکومت پلوي یې کوله. طالبانو په ۲۰۱۹ کال کې بیا بیا ملایانو ته خبرداری ورکړ چې د حکومت د امنیتي ځواکونو د جنازې لمونځ ونه‌کړي. همداراز یې تر خپل واک لاندې سیمو کې له اسلام څخه د خپل تعبیر له مخې هغه کسانو ته چې د زنا تور پرې پورې شوی یا یې کوم بل اخلاقي جرم کړی دی، د اعدام او په دار کولو په شمول سزاوې ورکړې دي، هغه کسان‌یې هم وژلي دي چې داعش ته اوښتي دي.

په اګسټ کې داعش په کابل کې د شیعه‌وو په سیمه کې د واده پر مراسمو برید وکړ، ۹۱ تنه‌یې ووژل او ۱۴۳ نور یې ټپیان کړل. د رسنیو په استناد حکومت ضد ډلو ټپلو د سنیانو پر جوماتونو هم بریدونه وکړل. د کال په اوږدو کې حکومت ضد ځواکونو پر مذهبي مشرانو په ځانګړي ډول پر هغو کسانو چې د طالبانو په مخالفت‌یې څه ویلي وو، مرګونې حملې وکړې.

د جون په ۲۸مه طالبانو په سمنګان کې د جومات دننه د جمعې د لمانځه پر مهال بم ځای پر ځای کړی و چې ۱۴ ملکیان‌یې ټپيان کړل. د اکټوبر په ۱۸مه د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د جومات دننه د جمعې د لمانځه په وخت چاودنې د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۶۲ تنه ووژل او ۵۸ نور یې ټپیان کړل. د دې برید مسؤلیت کومې ډلې ونه‌مانه.

جودره چا د ویر په دره بدله کړه؟
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:07:45 0:00

د مذهبي ټولنو د یو شمېر چارواکو په وینا په هغو جوماتونو کې چې له حکومت سره ثبت شوې نه‌دي یو شمېر ملا امامان د طالبانو او داعش په ګټه تبلیغ کوي.

په راپور کې د یو شمېر نړیوالو سرچینو په وینا ویل شوي چې بهایان او مسیحیان له وېرې ویلی نه‌شي چې دوی په کوم دین باور لري او یوه مسیحي ویلي دي چې وروسته تر دې چې ده خپل دین اعلان کړ، خپلې کورنۍ وشاړه، خو هندوانو او سېکهانو بیا ویلي دي چې سربېره پر دې چې ځیني مسلمانان دوی ځوروي بیا هم دوی توانېدلي دي چې خپل عبادت وکړي. سېکهان او هندوان وایي چې په ښوونځیو کې د دوی ماشومان ځورول کېږي حتی په ځینو مواردو کې دوی مجبوره کېږي چې مکتبونو ته ولاړ نه‌شي.

مسیحیانو ویلي دي چې کله دوی د خواله رسنیو له لارې هم د خپل دین په اړه څه ویلي دي د وژلو تهدید ورته شوی دی ان د کورنۍ د غړو له لوري.

د مختلفو ادیانو ښځو ته د هغوی د جامو لپاره ګواښونه شوي او دوی مجبوره کړای شوي دي چې سرونه به پټوي.

په راپور کې راغلي دي چې د هندوانو او سېکهانو لږ عبادت‌ځایونه خلاص پاتې دي او د دې سربیره چې سیمه‌ییزو چارواکو د هندوانو د مړو د جسدونو د سوځېدو حمایت کړی دی د سیمې خلکو له دې سره مخالفت کړی دی او ګواښونه‌یې ورته کړي چې خپل مړي به د دوی په سیمو کې نه‌سوځوئ. د همدې لپاره چې کله د هندوانو او سېکهانو کوم څوک مړه شوي وي د هغه د سوځولو لپاره وار له مخه پولیس خبروي چې د ستونزو مخه ونیسي.

د افغان سېکهانو د مړو د سوځولو مراسم
د افغان سېکهانو د مړو د سوځولو مراسم

د افغانستان په اړه د امریکا متحده ایالاتو د دیني ازادیو د کلني راپور په وروستیو کې راغلي چې په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو د سفارت چارواکو بیا بیا له حکومت سره د مذهبي ازادیو د اهمیت په ارتباط خبرې کړې دي او له جګپوړو دولتي چارواکو سره‌یې د مذهبي اقلیتونو د حمایت او په ټولنه کې د هغوی د منلو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

په دې ترڅ کې دې ته اشاره شوې چې د امریکا سفارت د اګسټ په ۲۷مه د محرم د ۱۰مې ورځې د تیاریو په خاطر د کورنیو چارو له سرپرست وزیر مسعود انداربي سره خپله اندېښنه شریکه کړې ده او د ملي امنیت له شورا سره‌یې د دیني او مذهبي ازادیو موضوع بیا بیا شریکه کړې ده.

XS
SM
MD
LG