د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

افغاني ودونو کې د دریا وهلو پخوانی دود؛ طالبان یې اوس هم نه پرېږدي؟


دریا
دریا

دریا یا تمبل هغه دود دی چې افغاني ټولنه کې له سوونو پېړلو څخه وهل کېږي.دریا ښځې په اخترونو، مېلو او د خوښیو په ځینو نورو محفلونو کې وهي، خو په ودونو کې بیا زیات دود وي.

خو دا دود له هغه ورورسته کمرنګه شو او یا پرې مطلق بندیز ولګېد چې په ۱۹۹۰یمه مېلادي لسیزه کې وسله وال طالبان د افغانستان پر ډېری سیمو حاکم شول.

د کندهار ولایت ۴۵ کلنه فرشته وايي، طالبانو نه غوښتل چې د واده مراسمو کې دې د چا له کوره د دریا غږ ووځي: "طالبانو به دریا نه پرېښودله، چا به چې دریا واده کې وهله ورماتوله یې، د کورونو دروازې به یې ورټکولې خو خلکو به نه ور پرانېستلې، غږونه به یې کول چې دریا راوباسئ، په زوره به یې غوښتې څو یې ماته کړي، بیا به مو په زېرخانو کې سوکه سوکه وهلې چې بهر یې څوک غږ وانه وري."

خو ځیني نور کسان بیا وايي، د وسله والو طالبانو د واکمنۍ پرمهال د ډول په رنګه په دریا وهلو په ټولیزه توګه بندیز نه وو، بلکې کله کله او چا چا ته به د دریا وهلو اجازه ورکول کېده.

د غزني ولایت ۳۵ کلنه رحیمه د خپل ورور د واده کیسه کوي: "د طالبانو د حکومت په وخت کې زما د ورور واده و، دریا یې نه پرېښووده، نه یې سندرې راپرېښوودې، د خوښې کار یې وو چې چا به یې زړه وو هغوی ته به یې ور پرېښودې، خو چا ته به یې بیا نه ور پرېښوودې، داسې نه وو چې تولو ته به یې نه پرېښوده، د خوښې کار یې وو."

په دغه موده کې افغانان له سختو اقتصادي، ټولنیز او هر اړخیزو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو ودونه او په ودونو کې دریا وهل افغانو ښځو ته یوه خوله خندا او یوه اندازه خوشحالي ورکوله، خو وايي چې دغه خندا او خوشحالي هم ورڅخه اخېستل شوې وه.

ځیني نور کسان بیا وايي، د وسله والو طالبانو د واکمنۍ پرمهال د ډول په رنګه په دریا وهلو په ټولیزه توګه بندیز نه وو
ځیني نور کسان بیا وايي، د وسله والو طالبانو د واکمنۍ پرمهال د ډول په رنګه په دریا وهلو په ټولیزه توګه بندیز نه وو

په دغه دوره کې د کمو یا نه امکاناتو له امله په ځینو کورنیو کې په ودونو کې له ټیپونو هم کار اخېستل کېده، خو فرشته وايي، طالبانو ټیپونه هم نه ور پرېښوودل: "ټیپ خو مو بېخي نه شوای چالانولای، ماتول یې، پیتې به یې راایستلې په کوڅه کې به یې تار تار کړې، په لښتیانو کې به یې وغورځولې، خوشحالیانې مو سمې نه شوای کولای."

د فرشتې په خبره، د وسله والو طالبانو د کورنیو په ودونو کې هم ډولونه او اتڼونه نه وو، خو د سپکو او نیمه درنو وسلو ډزونه به کې کېدل چې له دې سره هم زموږ کلتور ته په کې زیان رسېدلی وو او هم خلکو ته په کې ځاني زیان اوښت.

د غزني ولایت د ګېرو ولسوالۍ څلوېښت کلن عبدالناصر بیا وايي، د طالبانو د واکمنۍ پرمهال که څه هم چې د ډولونو په وهلو مطلق بندیز لګیدلی وو، خو ځینو سیمو کې ښځو په ودونو کې دریا وهلی شوای.

یو افغان دریا پلورونکی
یو افغان دریا پلورونکی

عبدالناصر زیاتوي: "زموږ سیمه کې داسې کوم محدودیت نه دی وضع شوی چې ښځې دې له دریا وهلو منع شي، یا دې اتڼ ونه کوي، بلکې هغه څوک چې په خپله باندې له همدې کورنیو دي، یا طالبان دي، یا د ملاصاحبانو له کورنیو دي، دلته هم مېرمنې دریا وهي او اتڼ کوي."

عبدالناصر وايي، پخوا به دریا یا وهل کېده یا نه، خو اوس د پخوا پرتله د ځینو محدودیتونو پر وړاندې د طالبانو په پالیسۍ کې نرمښت راغلی دی او تر یوې اندازې ښځو ته د دریا وهلو اجازه ورکول کېږي.

که څه هم د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې اوس هم د افغانانو د خوشالۍ پر دودیزو وسایلو لکه ډول او موسیقي، محدودیتونه شته، خو ښاري سیمو کې بیا ډېری ودونه د کورونو پرځای د ودونو په سالونونو کې کېږي، چې ښځې په کې دریاوې وهي او خلک کولای شي په ازاده توګه هلته ډولونه ووهي، اتڼونه وکړي او موسیقي وغږوي.

ددې راپور غږیزه بڼه اوریدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:04:08 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG