د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د بیان او رسنیو ازادي شته؟


ارشیف
ارشیف

دا وخت د افغانستان یو د پام وړ برخه سیمې د طالبانو تر واک لاندې دي.

د حکومت تر واک لاندې سیمو کې د بیان د ازادۍ په برخه کې د تېرو ۲۰ کلونو په موده کې په بریاوو او دې برخه کې شته ستونزو تل بحثونه شوي.

خو په هغو سیمو کې د بیان د ازادۍ په اړه چې یا د طالبانو بشپړ کنټرول کې دي او یا په‌کې دا ډله پراخ اغېز لري، معلومات کم دي.

ښايي یو علت‌یې هم دا وي چې هلته ژورنالېستان او فعالان په ازادانه توګه د کار کولو په برخه کې له ننګونو سره مخ دي.

ازادي راډیو د طالبانو تر واک لاندې ځیني سیمو کې د مېشتو افغانانو سره دغلته د بیان او رسنیو د ازادۍ په څرنګوالي خبرې کړي.

  • غزني

دوه کاله مخکې د غزني د یوې کلتوري او مدني ټولنې یو فعال غړی طالبانو څو ورځې په دې خاطر بند کې وساته چې د خپلې ټولنې له‌خوا یې د ځینو لویو چاودنو او پېښو په اړه ټولنیزو رسنیو کې د غمرازۍ پیغامونه خپاره کړي وو او ځینې هغه چاودنې یې د نه‌منلو وړ بللې وې چې ولسي مرګ‌ژوبله یې اړولې وه او مسؤلیت‌یې طالبانو منلی و.

ارشیف، غزني کې یو شمېر وسله‌وال طالبان تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د ګزمې پر مهال
ارشیف، غزني کې یو شمېر وسله‌وال طالبان تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د ګزمې پر مهال

دې مدني فعال چې اوس هم غزني کې اوسېږي او د ځايي طالب وسله‌والو له وېرې نه‌غواړي نوم او غږ یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، طالبانو د فېس‌بوک د دې پوسټونو په جرم څو ورځې په بند کې وساته او پرله‌پسې یې شکنجه کړ چې د شکنجې نښې یې لا هم پر بدن پاتې دي.

  • ارزګان

د ارزګان د شهید احساس ولسوالۍ کې د ټولنیزو رسنیو د یو بل ۲۳ کلن فعال لپاره د طالبانو تر کنټرول لاندې دې ولسوالۍ کې هغه مهال ژوند ستونزمن شو چې پر فېس‌بوک یې ځیني داسې پوسټونه خپاره کړل چې په‌کې له خلکو سره د طالبانو پر چلند نیوکې شوې وې.

دا کس چې په امنیتي سببونو نه‌غواړي نوم‌یې یاد شي، ازادي راډیو ته وویل: "طالبانو لومړی راته ګواښونه وکړل چې زموږ په اړه لیکنې مه‌کوه، خو کله چې ما ونه‌منله، وروسته‌یې ونیولم او ویې‌وهلم چې ته ولې زموږ په ضد لیکل کوې. ما ورته وویل چې زه د خلکو د غږ د پورته کولو په خاطر دا کار کوم. ځکه تاسو خلک ځوروئ، غیر قانوني مالیه ورڅخه اخلئ، ډوډۍ ورڅخه په زور غواړئ؛ ماشومان ځورول کېږي."

ارشیف، غزني کې یو شمېر وسله‌وال طالبان پر لویه لاره د یوې پوستې د اچولو او د مسافرو د ټیلیفونونو د چک کولو پر مهال.
ارشیف، غزني کې یو شمېر وسله‌وال طالبان پر لویه لاره د یوې پوستې د اچولو او د مسافرو د ټیلیفونونو د چک کولو پر مهال.

طالبانو په ۲۰۱۶م کال کې خپل ټول وسله‌وال د امنیتي او مذهبي دلایلو پر بنسټ د ځیرکو ټیلیفونونو له کارولو منعه کړل. د طالبانو تر واک لاندې ځینو سیمو کې دا وسله‌وال له عامو خلکو سره د ځیرکو ټیلیفونونو یا انټرنټ له ازاد کارولو هم ډېر خوښ نه‌دي، خو دا چې دې سیمو کې لایني ټیلیفونونه نه‌شته هم خپله طالبان او هم ځايي خلک اړ دي چې له ګرځنده ټیلیفونونو چې اوس‌یې نږدې ټول ځیرک ټیلیفونونه دي، کار واخلي.

پر ځیرکو ټیلیفونونو د طالبانو له‌خوا د بندیز یو سبب، دې ډلې ته د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو او څار زیاتېدونکی ګواښ و. د بیان د ازادۍ ځیني فعالان وايي، طالبان دا وېره هم لري چې که تر واک لاندې سیمو کې یې ملکي وګړي ځیرک ټیلیفونونه وکاروي، خلک به د وېډیوګانو او تصویرونو په اخیستلو د دې وسله‌والو د فعالیتونو او ځایونو په اړه له نورو سره معلومات شریک کړي.

د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې خپلواکې رسنۍ نه‌شته. دوی خپلې انلاین او چاپي خپرونې لري او همدارنګه په ځینو سیمو کې د طالبانو د "شریعت غږ" راډیو خپرونې کوي.

د ازادو رسنیو ژورنالېستان هم تر ډېره د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته ازاد تګ راتګ نه‌شي کولای او په ‌ډېرو کمو مواردو کې یو شمېر ژورنالېستان د طالب ویاندویانو او ځايي قوماندانانو سره تر تفاهم وروسته د دې ډلې د جنګیالیو تر کلک څار لاندې د دوی په کنټرول کې سیمو ته ورغلي دي.

طالبان د خپلې واکمنۍ پر مهال‌ خلکو ته د انټرنټ د کارولو یا د عکسونو او وېډیوګانو اخیستلو اجازه نه‌ورکوله، خو اوس د دوی د تبلیغاتو دستګا تر ډېره پر همدې وسایلو تکیه ده.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ښځې اړ وې چې پوره حجاب ولري چې تر ډېره برقې یې په سر کولې او پر موسیقۍ او وېډیويي فلمونو هم بشپړ بندیز و.
په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ښځې اړ وې چې پوره حجاب ولري چې تر ډېره برقې یې په سر کولې او پر موسیقۍ او وېډیويي فلمونو هم بشپړ بندیز و.

د خپلو تبلیغاتو او بیانونو د رسولو لپاره د طالبانو ویاندویان په ټولنیزو رسنیو کې فعال دي، په څو ژبو خپرېدونکې وېب‌پاڼې لري او د لوړ کیفیت وېډیوګانې جوړوي او خپروي.

خو طالبان تر خپل واک لاندې سیمو کې د عامو خلکو لپاره د ټولنیزو رسنیو کارول که بشپړ بند کړي نه‌دي محدود کړي یې دي. د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې یو شمېر خلکو ازادي راډیو ته ویلي د دوی په سیمه کې ځايي طالبانو ته په ځانګړې توګه داسې څه د زغم وړ نه‌دي چې په‌کې طالبانو ته د نیوکې ګوته نیول شوې وي. همدارنګه په ځینو سیمو کې طالبانو خلک د ټلوېزیونونو له لیدلو هم منعه کړي او څوک نه‌شي کولای چې پر خپل کور د ټلوېزیون انټن پورته کړي.

وسله‌والو طالبانو نه‌یوازې دا چې تر خپل واک لاندې سیمو کې یې خپلواکو رسنیو د خبریالانو او ټولنیزو رسنیو د فعالانو کار محدود کړی، بلکې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان دا ډله تورنه کړې چې د حکومت تر واک لاندې سیمو کې هم خبریالان/ خبریالانې او د رسنیو کارکوونکي ګواښي.

افغان چارواکو د یو شمېر ژورنالېستانو د وژنې پړه هم پر دې وسله‌والې ډلې اچولې ده، خو د طالبانو ویاندویانو وخت په وخت دا رد کړې چې ګوندې د دوی وسله‌والو دې پر ژورنالېستانو او د رسنیو پر کارکوونکو بریدونو یا د هغوی په تهدید کې لاس ولري.

طالبان په څرګنده دا هم نه‌مني چې تر خپل واک لاندې سیمو کې دې د بیان ازادي محدوده کړې وي او یا دې یې له خلکو د ټولنیزو رسنیو د کارولو حق اخیستی وي، خو دې ډلې وخت په وخت داسې نښې نښانې ښودلي چې د بیان هسې ازادي ورته د منلو نه‌ده چې دا مهال د افغانستان اساسي قانون د افغانانو لپاره تضمین کړي.

څه موده مخکې طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوه مرکه کې ازادي راډیو ته وویل: "داسې یو وخت دی چې موږ جوړې ته نږدې کېږو. د نظام راتګ به وي. موږ ته هم دا مهمه ده چې بیان باید ازاد وي. البته چوکاټ به ورته جوړېږي او یو څه اصلاحات ممکن په‌کې راشي چې د تهمت او د یو چا د سپکاوي له حده ووځي، نور د بیان ازادي یوې ټولنې ته ډېره مهمه ده. موږ ته هم مهمه ده. موږ هېڅکله داسې نه‌کوو چې د دوی (ژورنالېستانو) غږ خاموشه شي."

خو هغوی چې د دې ډلې تر واک لاندې اوسي، بیا جلا لید لوری بیانوي. د یو شمېر سیمو اوسېدونکي وايي، د طالبانو ځايي قوماندانان اوس هم د رسنیو او بیان د ازادۍ په اړه هماغه پخواني چلند مخکې وړي.

یو شمېر وسله‌وال طالبان د لومړي ځل لپاره د ارګ ماڼۍ د نیولو پر مهال
یو شمېر وسله‌وال طالبان د لومړي ځل لپاره د ارګ ماڼۍ د نیولو پر مهال

د ځاځي اریوب ولسوالۍ چې یوه برخه‌یې د طالبانو تر کنټرول لاندې یو ځايي ټولنیز فعال او قومي مشر ازادي رادیو ته وویل، یو مهال د طالبانو ځايي قوماندانانو وروغوښت په ټولنیزو رسنیو کې یې د ده ځیني خپاره شوي عکسونه او لیکنې وروښودې. د دې قومي مشر په وینا په دې عکسونو کې یو هم د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د قومي مشرانو په لیدنه کې د ده اخیستل شوی عکس و. همدارنګه نوموړی وايي طالبانو له یوې رسنۍ سره د ده یوه مرکه هم وریاده کړه چې انلاین خپره شوې وه. هغه وايي د دې شیانو په ښودلو ځايي طالبانو د حکومت په پلوۍ او د دوی پر ضد په تبلیغاتو تورن او د څه وخت لپاره بند کړ. دا قومي فعال وروسته د ځايي مشرانو په منځګړیتوب خوشې شو.

د کندز د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکي محمد نیسم چې د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې اوسېږي وايي، دوی دلته د طالبانو له وېرې په خپل موبایل ټیلیفون کې یوه سندره یا یو ثبت شوی شعر نه‌شي ساتلی، ځکه په وینا یې هر ګړۍ د دې خطر شته چې طالبان به‌یې په ټیلیفون کې فایلونه وپلټي.

د محمد نسیم په وینا ښايي د ټولنیزو رسنیو او د بیان د ازادۍ په اړه د طالب مشرانو چلند بدل شوی وي، خو د دوی په سیمه کې ځايي طالبان په ټولنیزو رسنیو کې د ځوانانو پر فعالیت کلک څار کوي.

نسیم وايي: "موږ یوازې په فېس‌بوک، د خپل سیمې تصویرونه او یا هم خپل تصویرونه خپرولای شو، نور د لیکنو اجازه نه‌لرو چې ویې‌کړو، او که ته غواړې یوه مقاله خپره کړې او یا هم سیاسي نظر څرګند کړې دا هېڅ امکان نه‌لري او که داسې څه دې خپاره کړل، نو سمدلاسه د یو عادي طالب له لوري هم له سزا سره مخ کېږي."

ارشیف، پخوانی طالب چارواکی او یو شمېر نور پخواني طالب پلوي د یوې خبري غونډې پر مهال
ارشیف، پخوانی طالب چارواکی او یو شمېر نور پخواني طالب پلوي د یوې خبري غونډې پر مهال

د وحدت‌الله په نوم د کونړ د یوې داسې سیمې اوسېدونکي چې وسله‌وال طالبان په‌کې واکمن دي، ازادي راډیو ته وویل، دلته خلک له ستونزو او په ځینو مواردو کې د ځايي طالبانو له زور زیاتي سره مخ دي، خو څوک‌یې په اړه له وېرې ټولنیزو رسنیو کې د څه ویلو جرئت نه‌کوي.

وحدت‌الله وایي: "په کونړ ولایت کې په هغه سیمو کې چېرې چې طالبان واکمن دي، موږ ټولنیزو رسنیو ته لاسرسی نه‌لرو او نه‌شو کولای چې په ډاډه زړه په ټولنیزو رسنیو کې فعالیت وکړو، که چېري موږ داسې څه ولیکو چې د طالبانو پر کړنو نیوکې په‌کې وي، نو د طالبانو له لوري تعقیبېږو او په وار، وار تهدیدېږو."

وحدت‌الله وايي، وخت په وخت له داسې مواردو سره مخ کېږي چې طالبانو د خلکو موبایل ټیلیفونونه ګوري.

د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ یو اوسېدونکي سمېع‌الله ازادي راډیو ته وویل، خپله ولسوالۍ کې یې یوه مدني ټولنه جوړه کړې وه او د خپلو فعالیتونو په اړه به‌یې په ټولنیزو رسنیو کې عکسونه او لیکنې خپرولې.

هغه زیاتوي، بالاخره ځايي طالب مشرانو وروغوښت او خبرداری یې ورکړ چې که دا ډول فعالیتونو ته دوام ورکړي، نو له بدو عواقبو سره به‌یې مخ شي.

اوس چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې هڅې روانې دي، ګڼ افغانان نه‌پوهېږي چې د سولې د یو احتمالي هوکړې وروسته به دوی ازادو رسنیو ته لاسرسی ولري او کنه.

XS
SM
MD
LG