د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

هند کې د ټولو لویانو لپاره د کرونا ضد د واکسینونو پیل له ستونزو سره مخ دی


هند کې
هند کې

هندوستان نن 'د مې په ۱ نېټه' د دې هېواد شپږ سوه میلیونه لویانو ته د کرونا د واکسینو د ورکولو لړۍ پیلوي، خو په دې هېواد کې څو ایالاتونو اعلان کړی چې دوی د کووېډ -۱۹ واکسینونو محدوده اندازه لري او ځینو یې د واکسینونو د عملي کولو لړۍ ځنډولې ده.

سره له دې چې هند د نړۍ د واکسینونو لوی تولیدونکی دی، خو د خپلو وګړو لپاره د کافي واکسینونو په برابرولو کې پاتې راغلی دی.

په عین حال کې دا هېواد دا مهال د کرونا وبا له یوې بې سارې څپې سره مخ دی.

د یو میلیارد او درې سووه میلیونو وګړو لرونکې دې هېواد د دې میاشت په پیل کې نورې نړۍ ته د کرونا واکسینونو صادرول ودرول چې ورسره د نړۍ په نورو هېوادونو کې د واکسینونو له کمښت سره مخ دي.

هند کې د کرونا ضد واکسین د پیل لړۍ
هند کې د کرونا ضد واکسین د پیل لړۍ

ټایم اف اینډیا ورځپاڼې راپور ورکړی چې د هندوستان د ۲۸ ایالاتونو او اتو یونین سیمو څخه به یوازې شپږ ایالاتونه وکولی شي چې د شنبې په ورځ ټولو لویانو ته د کرونا واکیسنونو د ورکولو لړۍ پیل کړي.

د دې ورځپاڼې په وینا په دې شپږو ایالاتونو کې به هم د واکسینونو ویش له محدودیتونو سره مخ وي.

د هندي په تجارتي مرکز ممبي کې چارواکو د درې ورځو لپاره د کرونا واکسینونو د ورکولو پیل ځنډولی.

په ډیلي کې بیا وزیر اعلی خپلو وګړو ته ویلي چې د شنبې (د مې په ۱نېټه)په ورځ دې د واکسینونو مرکزونو ته نه ورځي، ځکه چې تر اوسه پورې د کووېډ-۱۹ ضد واکسین نه دي ور رسیدلي.

تر اوسه پورې د هندوستان د وګړو یوازې په سلو کې نهو د دې واکسینونو یوه ستن کړې او د دې هېواد پاتې برخه خلک د کرونا د هغې زورورې څپې پر وړاندې زیانمنونکي دي چې همدا اوس ورسره هندوستان مخ دی.

ګومان کېږي چې دې هېواد کې به د کرونا وبا پراختیا ترهغې څو چنده بدتره وي چې رسمي شمېرې یې څرګندوي.

په عین حال کې د کرونا وبا وروستۍ څپې د دې هېواد پر روغتیايي سیستم فشار راوستی او کارپوهان وايي چې ښايي وضعیت تر دې هم کړکېچن شي.

د هند ځینو ایالاتونو د واکسین دا لړۍ ځنډولې
د هند ځینو ایالاتونو د واکسین دا لړۍ ځنډولې

په هندوستان کې د کرونا وبا خطرناکې پراختیا دا اندېښنې رامنځته کړي چې د کووېډ-۱۹ پېښې به د نړۍ په نورو برخو کې هم زور واخلي په ځانګړي توګه د ویروس د هغې بڼې له کبله چې تیر ډیسمبر کې په هند کې وپېژندل شوه.

د امریکا متحده ایالاتونه د جمعې( د اپریل په ۳۰مه)په ورځ په هغه لړ کې تازه ور زیات شو چې وايي، دوی به د مې له څلورمې نېټې څخه هند ته په سفر محدودیتونه ولګوي.

یو شمېر نورو هېوادونو په هندوستان کې د کرونا په پېښو کې د ناڅاپي زیاتوالي له کبله لا دمخه دې هېواد ته په سفر محدودیتونه اعلان کړي دي.

په عین حال کې هند ته د امریکا په مرستو بار لومړنۍ الوتنه رسیدلې ده. د مرستو په دې جوپه کې د اکسیجن سلنډرونه، تنفسي دستګاوې، د کووېډ-۱۹ د چټک ټېسټ وسایل، ماسکونه او درمل شامل دي.

واشنګټن هند ته د کرونا د وروستۍ څپې سره د مبارزې لپاره د سل میلیونو ډالرو په ارزښت مرستې استوي.

تر اوسه پورې تر څلوېښتو زیاتو هېوادونو له هندوستان سره د کرونا د وروستۍ څپې د کابو کولو په هدف مرستې کړې دي.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG