د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۰

هند کې ۶۰۰ میلیونه مشرانو ته د کرونا د واکسین ورکړه ستونزمنه شوې


هند کې د کرونا واکسین ورکړه
هند کې د کرونا واکسین ورکړه

د هند دا پلان چې سر له نننه به د دغه هېواد ټولو شپږ سوه میلیونه مشرانو ته د کووېډ- نولس ناروغۍ واکسین ورکړه پیل شي، له ستونزو سره مخامخ شوی دی، ځکه چې یو شمېر ایالاتونو اعلان کړی دی چې دوی د کووېد-۱۹ ناروغۍ محدود شمېر واکسین لري او له بهره د واکسین واردات ځنډیدلي دي.

د دې سربیره چې هند په نړۍ کې د دې واکسین ستر تولیدونکی دی د خپلو خلکو لپاره لا هم کافي واکسین نه لري او د مارچ په میاشت کې یې نورو هېوادونو ته د واکسین پر صادراتو لاس ونیو.

ټایمز اف انډیا ورځپاڼې راپور ورکړ چې د هند له ۲۸ ایالاتونو او اتو نورو مرکزي سیمو یوازې شپږ ایالاتونه د خپلو سیمو مشرانو ته واکسین لري او د دغو ایالاتونو په ځینو سیمو کې به هم دا واکسین سم خلکو ته ونه رسیږي.

د هند په مالي مرکز ممبۍ کې چارواکو د واکسین مرکزونه د درېیو ورځو په مخه تړلې دي او په ډیلي کې چارواکي وایي چې د مې په لومړۍ نېټه دې خلک واکسین ته نه ورځي ځکه چې لا هم واکسین نه دی ور رسیدلی.

تر اوسه د هند یوازې نهه په سلو کې خلکو د کرونا واکسین یو ځل ترلاسه کړی دی.

ویل کیږي چې ښایي د کرونا پېښې له پنځو تر لسو برابرې تر هغې زیاتې وي چې رسمي شمېرې خپریږي.

XS
SM
MD
LG