د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

په هند کې د کرونا له امله د مړینو شمېر له دوو لکو کسانو واوښت


هند کې د کرونا ویروس له امله د مړه شویو کسانو د سوځولو مراسم
هند کې د کرونا ویروس له امله د مړه شویو کسانو د سوځولو مراسم

د بریتانیا د طبي مرستو لومړنۍ جوپه پرون د نوې ډهلي هوايي ډګر ته د یوې الوتکې په مټ ورسېده. د تنفس ۱۰۰ دستګاوې او د اکسیجن ۹۵ لویې محمولې په دغو مرستو کې شامل دي.

ځینو نورو هېوادونو له هغې ډلې امریکا، جرمني، ایرلنډ، استرالیا هم له هند سره د بېړنیو مرستو ژمنه کړې ده.

د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا همغږي کوونکي ویلي، ولسمشر جو بایډن د هند له صدراعظم نرېندرا مودي سره په وروستۍ ټیلیفوني مکالمه کې هغه ته ډاډ ورکړی امریکا به هر هغه څه ته چې هند اړتیا لري رسیدګي وکړي.

فرانسې هم اعلان کړی چې د اکسیجن د تولید اته دستګاوې هند ته ورلېږي. نورو هېوادونو هم هند ته د اکسیجن د ډبو او د تنفسي دستګاوو د استولو ژمنې کړي.

هند کې د کرونا ویروس ناروغانو لپاره د اکسیجن ډبې
هند کې د کرونا ویروس ناروغانو لپاره د اکسیجن ډبې

ګڼ مېشتی هندوستان چې د څه باندې یو میلیارد او درې نیم سوه ملیونو کور دی دا څو ورځې د اکسیجن له کمښت سره مخ دی. ناروغانو ته بستر نه‌شته او د هندوانو د مړو د سوځولو لپاره په شمشاونو نوبت نه‌دی.

روېټرز او اسوشیټډ پرس خبري اژانسونو د هند د دې څو وروستیو ورځو تصویرونه خپاره کړي او ښيي چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغان له مرګ سره لاس او ګرېوان دي.

په یوه وروستۍ اوونۍ کې تر یو ملیون زیات کسان په کرونا اخته شوي چې له دې سره‌یې په دغه هېواد کې په کرونا د ټولو اخته خلکو شمېر ۱۸ ملیونو ته رسولی دی.

د ورلډومېټرز انفو وېب‌پاڼې د شمېرو له مخې د کرونا له لاسه په هند کې د مړو شمېر له دوو لکو کسانو اوښتی دی. یوازې په تېرو څلورو ورځو کې ۱۰ زره کسان مړه شوي.

هند کې د کرونا ویروس له امله د مړه شویو کسانو د سوځولو مراسم
هند کې د کرونا ویروس له امله د مړه شویو کسانو د سوځولو مراسم

د هندوستان اوسنی وضعیت یو انساني ناورین بلل شوی ځکه خلک د روغتیايي خدمتونو له نشتوالي سره مخ دي او ان چا ته د کرونا د ازموینې چانس هم نه پیدا کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان سې شنبه وویل روغتونو ته ډله‌ییزه مراجعه او د ټولنیز واټن نه‌رعایت په هند کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر لوړ وړی او اوس‌یې د ویروس خپراوی تر پخوا لا چټک کړی دی.

XS
SM
MD
LG