د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۷

د روغتیا نړیوال سازمان: هند کې حالت بوږنونکی دی


هند کې په کرونا اخته یو ناروغ
هند کې په کرونا اخته یو ناروغ

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر په هند کې د کرونا د مثبتو مواردو پر زیاتېدو سخته اندېښنه ښودلې او دا حالت یې بوږنوونکی بللی دی.

تېدروس ادهانوم ګیبرېیسوس پرون دوشنبه (د غويي ۶مه) وویل چې WHO هند ته د کرونا پر ضد د مبارزې لپاره تجهیزات استولي دي، څو د دې وبا د چټک سرایت مخه ونیسي.

ګېبرېیسوس وویل چې دې ادارې په هند کې د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې لپاره له دوو زرو زیات کسان په دندو ګومارلي دي او همدا راز سیار ساحوي روغتونونه او د لابراتوارونو تجهیزات یې دې هېواد ته استولي دي.

پرون دوشنبې هندي چارواکو د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له کبله د ۲۷۷۱ کسانو د مړینې خبر ورکړ او په همدې ورځ د شپږمې پرله پسې ورځې لپاره د کرونا د نویو ناروغانو شمېر له درې لکو زیات وو.

XS
SM
MD
LG