د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۵

غزني کې د سولې په اړه د ځینو مېرمنې اندېښنې: لاسته راوړنې مو باید خوندي شي


غزني کې د سولې د پروسې په اړه د افغان مېرمنو اندیښنې تر سرلیک لاندې غونډه جوړه شوې وه.
غزني کې د سولې د پروسې په اړه د افغان مېرمنو اندیښنې تر سرلیک لاندې غونډه جوړه شوې وه.

په غزني کې یو شمېر ښځو د یوه غونډې په ترڅ کې په افغانستان کې سوله او اوربند د ټولو نېکمرغیو یوازېنی لامل یاد کړ.

دوی په جګړو کې له ښکېلو لورو د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه.

په دغه غونډه کې له ممکنه سولې وروسته د ښځو د شل کلنو لاسته راوړونو په خوندیتوب یې هم ټینګار وکړ.

په غزني کې د ښځو چارو رئیسه شکریه ولي وايي، د دغه غونډې موخه په افغانستان کې له ممکنه سولې وروسته د ښځو د شل کلنو لاسته راوړنو خوندیتوب، په دواړو لورو د سولې د ټینګار غږ او تر هر څه وړاندې د اوربند د اعلان غوښتنه وه.

نوموړې وویل: "دا غونډه نن د ښځو چارو په ریاست کې وه، د غزني ولایت د ښځو وېره دا ده د سولې خبرې اترې چې کېږي، د ښځو هغه لاسته راوړنې چې تېرو اتلس - نولس کالو کې یې لري باید خوندي شي."

دغه غونډه کې ګډون کوونکې د غزني ولایت د ټولنیزو او اقتصادي چارو مرستیالې هوسۍ اندړ وايي، د سولې لپاره لومړنی خوندي چاپیریال د مور غېږه ده او د انسانانو دوهم خونديتوب سوله ییز چاپیریال دی چې د هر انسان حق جوړیږي خو په خبره یې افغانانو د سولې حق له لاسه ورکړی او د نیابتي جګړو ښکار شوي.

نوموړې زیاته کړه، هره ورځ له دواړو غاړو ځوانان وژل کېږي او په خبره یې دغې وژنې فقر ته لاره هواره کړې او ستر ناورین رامنځته کوي.

د غزني ولایت د ټولنیزو او اقتصادي چارو مرستیاله هوسۍ اندړ
د غزني ولایت د ټولنیزو او اقتصادي چارو مرستیاله هوسۍ اندړ

هوسۍ اندړ وايي: "که مذاکرات دوام پیدا کوي، پر دواړو لورو غږ کوو چې موږ لومړی اوربند غواړو، ورپسې بیا مذاکرات، په مذاکراتو کې خو هر څوک خپله اندېښنه په نظر کې نیسي او خویندو هم خپله اندېښنه ښکاره کړې ده، دغه اساسي حقوق چې د خویندو دي دا باید په نظر کې ونیول شي او خوندي پاتې شي."

نوموړې چې غونډې ګډون واله وه وايي په دې کانفرانس کې د ښځو په شل کلنو لاسته راوړنو هغه که په سیاسي برخه کې وو، اقتصادي برخه کې، تعلیمي برخه کې او یا ټولنیزو برخو کې وو پر خوندیتوب یې ټینګار وشو.

د غونډې ویناوالو سوله او اوربند د ټولو نېکمرغیو یوازېنی لامل یاد کړ او د جګړې له ښکېلو لورو یې د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د غزني ترڅنګ د دغه ولایت په څنګ لورو زابل، ارزګان او ځینو ولایتونو کې هم ورته غونډې جوړې شوې وې چې په یوه خوله یې د اوربند د ټینګښت او د تلپاتې سولې غوښتنه کوله.

XS
SM
MD
LG