د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

د ولسي جرګې ځیني غړي: ناټو او مریکا حق نه‌لري له افغانستانه خپل پوځي تجهیزات یوسي


ارشیف، د ناټو او امریکا یو شمېر تجهیزات او وسایط
ارشیف، د ناټو او امریکا یو شمېر تجهیزات او وسایط

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له‌خوا د خپلو تجهیزاتو پر وړلو، د دغه هېواد د ولسي جرګې انتقاد.

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان وروسته، د تاوتریخوالي ډېرېدو ته اشاره کوي وايي، افغان ځواکونه دغو تجهیزاتو ته اړتیا لري او امریکا او ناټو "حق نه‌لري" خپل تجهیزات یوسي او یا يې ناکاره کړي.

دوی د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۰۶» د جرګې په عمومي غونډه کې وویل، دغه ځواکونه باید خپل تجهیزات د افغانستان وسله‌وال ځواک ته ورکړي چې د تاوتریخوالي په زیاتېدو سره ترې استفاده وکړي.

د جرګې غړې سایمې خوګیاڼۍ وویل: "امریکایان دې لاړ شي، خو هغه وسلې، امکانات او مهمات چې د افغانستان پر خلکو یې استعمال کړي حق نه‌لري چې له ځانونو سره‌یې یوسي یا یې ګاونډي هېواد پاکستان ته ورکړي او یا یې ناکاره کړي."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت قوماندان سکاټ مېلر پرون په کابل کې رسنیو ته وویل، ټولې هغه اډې چې امریکايي ځواکونه ترې وځي، ځیني تجهیزات به‌یې افغان ځواکونو ته ورکړي.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت او بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت او بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر

ښاغلي مېلر ویلي: "یو ډول تجهیزات چې خاص دي، هغه به خپلو هېوادونو ته ولېږدوو، دا یوه اړتیا ده، خو د امکان تر حده که اړ نه‌شو، غواړو ډاډه شو چې افغان ځواکونو ته چې د ځینو تجهیزاتو او اډو اړتیا ده هغه پرېږدو."

په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت وايي، بهرني ځواکونه به د یو میلیاردو ډالرو په ارزښت تجهیزات افغان ځواکونو ته وسپاري.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وايي: "کوم تجهیزات چې موږ ورته اړتیا لرو او په عملیاتو کې ترې ګټه اخیستلی شو، دفاع وزارت ته به ورکړل شي. د دې ارزښت به یو میلیارد ډالره وي او کوم چې ورته اړتیا نه‌شته او ګټه ترې نه‌شو اخیستلی، پرته له شکه چې له ځانونو سره به‌یې یوسي."

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړه
د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړه

د امریکا جمهور رئيس جو بایډن اعلان کړی چې ټول امریکايي ځواکونه به د روان میلادي کال د سپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه ووځي، خو د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې په هوکړه کې راغلي چې امریکايي ځواکونه به د مې میاشتې تر لومړۍ پورې له افغانستانه ووځي.

طالبانو خبرداری ورکړی چې که د دوحې تړون پلی نه‌شي، پر امریکايي ځواکونو به بیاځلي حملې پیل کړي.

XS
SM
MD
LG