د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۶

دفاع وزارت: افغان ځواکونو ته د میلیونونو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات سپارل کېږي


ارشیف، د امریکايي سرتیرو پوځي تجهیزات
ارشیف، د امریکايي سرتیرو پوځي تجهیزات

د افغانستان لوی درستیز او د دفاع وزارت سرپرست وزیر د بهرنیو ځواکونو له خوا افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د میلیونو ډالرو تجهیزاتو د ورکړې خبره کوي.

یاسین صیا دغه څرګندونې د شنبې (د غويي ۴مه) په ورځ د افغانستان د امنیتي بنستونو د مسؤلینو ګډې خبري غونډې ته وکړې.

نوموړی وايي، دغه لړۍ اوس روانه ده: "هغه څه یې چې له موږ سره ژمنه کړې د هغې لېست په دوام داره ډول موږ ته راسپارل کېږي چې نن هم یو شمېر وسایل وسپارل شول، دغه لړۍ روانه ده او په سلهاو میلیونه ډالر تجهیزات دي او هغه څه چې زموږ په درد خوري هغه نه ورانوي."

د دفاع وزارت سرپرست وزیر یاسین ضیا
د دفاع وزارت سرپرست وزیر یاسین ضیا

د افغانستان لوی درستیز او په ورته وخت کې د دفاع سرپرست وزیر وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له طالبانو او نور وسله والو ډلو سره د جګړې لپار پوره چمتوالی لري.

د نوموړي په خبره، هغه اندېښنې چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د جګړې په اړه موجودې دي، امنیتي او دفاعي ځواکونو یې د دفه کولو لپاره تیار دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب هم دغې خبري غونډې ته خبرې وکړې ویې ویل، د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپلې خاورې ساتنې لپاره پوره چمتوالی لري.

نوموړي هغه اندېښنو ته په ځواب کې چې د بهرنیانو له وتلو وروسته د افغانستان هوايي پوځ له ستونزو سره مخ کېږي داسې وايي: "اوس مهال موږ د خلکو د خدمت لپاره ۱۶۳ ډول-ډول طیارې لرو چې په اوس وخت کې زموږ اړتیاوې پوره کوي چې زموږ د هېواد ضرورت اوس پوره کولای شي، هغه تشه چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره محسوس کېده اوس تر ډېره حل ډکه شوې."

ښاغلی محب وايي، بهرني پوځیان به په افغانستان کې فزیکي حضور ونه لري، خو د دوي ملاتړ او مالي مرستې به په پوځي برخه کې د تېر په څېرله افغانستان سره دوام ولري.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب

نوموړی په ټینګار سره وايي، د افغانستان امنیتي او د فاعي ځواکونه د خپلې خاورې د ساتنې لپاره پوره چمتوالی لري.

دا څرګندونې او اندېنښې په داسې حال کې دي چې له افغانستانه به د بهرني ځواکونه وتل د روان میلادي کال د مې میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شي.

له دې وړاندې د امریکا د مرکزي قومانداني عمومي قوماندان جنرال مککنزي ویلي و، که د بهرنیو سرتیرو له وتلو وروسته له افغان پوځ سره مرسته ونه شي، نو پاشل کېږي.

XS
SM
MD
LG