د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

ایران کې د اسلام پیغمبر ته په سپکاوي ۲ تورنو کسانو ته د اعدام سزا اورول شوې


ارشیف
ارشیف

د ایران د مرکزي ولایت اراک یوې محکمې دوو زندانیانو ته د اعدام سزا صادره کړې ده.

د اسلامي سزاوو د قانون له مخې، هر هغه څوک په اعدام محکومېږي چې د اسلام پیغمبر حضرت محمد صل الله علیه وسلم ته سپکاوی یا ښکنځلې وکړي.

د دوو زندانیانو له ډلې د یوه هویت مشخص شوی چې نوم یې یوسف مهرداد او د درېیو ماشومانو پلار دی. دی د اردبېل اوسیدونکی دی.

د دواړو زندانیانو محاکمه د اراک ولایت په محکمه کې ترسره شوه او دوی ته د اعدام سزا د زندان دننه اعلان شوې ده.

ارشیف
ارشیف

د ایران حکومت د کفر ویلو له کبله خلکو ته د اعدام سزا اوروي، خو د سیاسي او مدني حقونو نړیوال تړون یا میثاق دا سرغړونې جدي جرم نه ګڼي.

د بښنې نړیوال سازمان تېره سې شنبه په خپل یوه راپور کې وویل، ۲۰۲۰ میلادي کال کې د اعدام سزا د وړم کال پرتله کمه وه.

دوی ویلي، تېر کال په ټوله نړۍ کې ټولټال څه باندې څلور سوه اعدامونه اجرا شوي چې په یوه لسیزه کې کموالی ښيي.

د بښنې نړیوال سازمان د راپور له مخې، ایران د هغو هېوادونو په سر کې دی چې اعدامونه په کې اجرا کېږي.

په راپور کې راغلي، ایران تېر کال ۲۴۶ کسان چې په بېلابېلو جرمونو تورن وو، اعدام کړي دي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، دوی داسې انګېري چې ناثبت شوي اعدامونه به له دې هم ډېر ترسره شوي وي.

XS
SM
MD
LG