د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

هند نن د روسیې سپوتنیک-وي کرونا ویروس ضد واکسین بېړني تطبیق ته اجازه ورکوي


ارشیف، د کرونا ویروس ضد سپوتنیک-وي واکسین لېږدېدونکې کڅوړه
ارشیف، د کرونا ویروس ضد سپوتنیک-وي واکسین لېږدېدونکې کڅوړه

هند به چې د کرونا ویروس له دوهمې څپې او د دغه ویروس ضد واکسین له کمي سره مخامخ دی، د روسیې د سپوتنیک-وي واکسین بېړني تطبیق ته اجازه ورکړي. په دې سره به دا درېیم واکسین وي چې هند یې خلکو ته لګول پیلوي.

له دې مخکې دې ۱،۳ میلیارد نفوس لرونکي هېواد استرازینیکا او په کور دننه د بهارت بیوتیک شرکت له‌خوا جوړ شوي کواکسین واکسینو ته د تطبیق اجازه ورکړې ده.

د درمل جوړولو ډي ار لابراتوارز کمپنۍ نن سې شنبه وویل چې د هند د درملو د کنټرول له عمومي ادارې یې اجازه ترلاسه کړې چې دغه واکسین هېواد ته را وارد کړي. تر دې مخکې د درملو د تنظیم تخصصي کمېټې د روسیې د سپوتنیک-وي واکسین سپارښتنه کړې وه.

هند کې د کواکسین واکسین تطبیق
هند کې د کواکسین واکسین تطبیق

د روسیې د مستقیمې پانګونې صندوق (RDIF) چې له هېواده بهر د دغه واکسین لپاره د بازار موندنې د چارو مسؤل دی، پرون دوشنبه وویل چې د هند د درملو د کنټرول ادارې د روسیې د سپوتنیک-وي واکسین تطبیق ته اجازه ورکړې، خو په خپله دې ادارې تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونې نه‌دي کړي.

د روسیې د مستقیمې پانګونې صندوق په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تر اوسه د نړۍ شاوخوا ۴۰ هېوادونو چې د نړۍ د ټول نفوس درې میلیارده وګړي کېږي، د روسیې د سپوتینک-وي واکسین تطبیق ته اجازه ورکړې ده.

هند تر اوسه د دوو منظور شویو واکسینونو څه باندې ۱۰۰ ملیون دوزه خلکو ته ورکړي دي.

د روسیې د پانګونې دغه خصوصي صندوق دغه‌راز ویلي چې د هند د فارمسي یا درملو جوړولو له پنځو کمپنیو سره‌یې قراردادونه کړي چې د خپلو وګړو او هم له هېواده بهر صادرولو لپاره په کال کې د سپوتینک-وي واکسین څه باندې ۸۵۰ ملیون دوزه تولید کړي.

دې صندوق ویلي هند چې د نړۍ د واکسین ستر تولیدوونکی دی، د سپوتنیک-وي واکسین ته د پراختیا ورکولو په برخه کې یې د فارمسي کمپنۍ ستراتېژیک شریکان کېدای شي.

په هند کې په ورځني ډول د کرونا له امله د مړو شویو کسانو او پرې د اخته کېدونکو شمېر بې‌ساري حد ته رسېدلی.

هند کې د یوې کورنۍ غړي چې یو تن یې په کرونا ویروس د اخته کېدو له امله مړ او په یوه ځای کې خښ کړ.
هند کې د یوې کورنۍ غړي چې یو تن یې په کرونا ویروس د اخته کېدو له امله مړ او په یوه ځای کې خښ کړ.

دې هېواد په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کرونا ویروس د نږدې ۱۷۰ زره کسانو د اخته کېدو او ۹۰۴ کسانو مړینې ثبت کړې دي.

له کله چې دغه وبا په هند کې خپره شوې تر اوسه ۱۳ نیم ملیونه وګړي پرې اخته شوي او له ۱۷۰ زرو زیات کسان هم ترې مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG