د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

پاکستان کې له يو مليون څخه زیاتو کسانو ته د کرونا ضد واکسين ولګول شو


پاکستان کې د کرونا ویروس ضد واکسین تطبیق. April 5, 2021
پاکستان کې د کرونا ویروس ضد واکسین تطبیق. April 5, 2021

په پاکستان کې له "يو مليون څخه زیاتو کسانو ته د کرونا ضد واکسين لګېدلی".

دا خبره د پاکستان د پلان وزیر اسد عمر نن په خپل ټویټر لیکلې ده.

هغه ویلي یوازې پرون ۷۶ زره کسان واکسین شوي.

د اسد عمر په خبره تر اوسه پورې له دوو ملیونو زیاتو خلکو د واکسین د لګولو لپاره ځانونه راجستر کړي دي.

پاکستان اوس‌مهال له چينه ورغلي سينوفارم ‌واکسين کاروي چې د درېیو اوونیو په فاصله کې د دوو ستنو په وهلو سره پوره کېږي.

په همدې حال کې د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په پاکستان کې د اپرېل تر شپږمې پورې نږدې اووه لکه کسان (۶۹،۶۰۰۰) په دې وبا اخته شوي. همداراز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ترې ۱۰۳ کسان مړه شوي چې د ټولو مړو شمېر ۱۴،۹۲۴ ته رسوي.

په افغانستان کې هم سره له دې چې د هند له‌خوا د کرونا مرسته شوی واکسین لګول کېږي، خو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا د ۹۴ نویو مثبتو پېښو خبر ورکړل شوی دی.

په دې سره په دغه هېواد کې په کرونا د ټولو اخته خلکو شمېر ۵۶،۷۱۷ ته رسېدلی چې له ډلې ۲،۵۰۸ تنه مړه دي.

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې تر سې شنبې په ټوله نړۍ کې په کرونا د اخته خلکو شمېر ۱۳۱ ملیون او ۸۹۷ زره او ۸۵۱ تنو ته رسېدلی چې له ډلې یې ۲ ملیونه او ۸۶۲ زره او ۶۴۸ تنه مړه دي.

XS
SM
MD
LG