د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

د افغانستان تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د یوې ناحیې رئیسه ښځه وټاکل شوه


د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې نوې ټاکل شوې رئیسه امېنه مایار
د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې نوې ټاکل شوې رئیسه امېنه مایار

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د ښاروالۍ د یوې ناحیې ریاست یوې ښځې ته وسپارل شو.

د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې نوې ټاکل شوې رئیسه امېنه مایار وايي، دوه کاله مخکې یې د ازادې سیالۍ له لارې د یادې ناحیې د مرستیالۍ څوکۍ ته لاره پیدا کړه.

اغلې مایار زیاته کړه: "وروسته له دوو کلونو کابل ښاروال وپتېله چې د ناحیو د ریاست په چوکاټ کې هم باید ښځینه کار وکړي چې له اعتماده یې مننه کوم. دا کوم مقام یا څوکۍ نه ده. دا یو ستر مسوولیت دی، هیله ده لکه څنګه چې مې په تېرو دوو کلونو کې په مرستیالۍ کې خپلو خلکو ته خدمت وکړ، تر دې وروسته هم د دوی خدمت وکولای شم."

اغلې مایار وايي، دا چې د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د یوې ناحیې رئیسه ښځه ټاکل کېږي دا په دې مانا ده چې اوس په افغاني ټولنه کې د یوې ښځې وړتیا، ژمنتیا او کار د دې د پرمختګ لامل ګرځېدلی شي.

د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې اوسېدونکي هم د اغلې مایار، د ناحیې د مشرتابه د نورو غړو او کار کوونکو له ښو کړنو راضي دي خو د لا خدمتونو د وړاندې کولو هیله هم کوي.

د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې اوسېدونکی نقیب الله وايي: "د ۱۵مې ناحیې له خوا هر ډول خدمتونه شوي، د پاکۍ او صفایۍ برخه کې ډېر پام شوی، نیالګي کښینول شوي او سیمه یې ډېره ښه ښکلې کړې، ښه پارکونه جوړ شوي نو واقعاً خدمت شوی او خدای دې دوی ته د خدمت کولو نور توان هم ورکړي، خو که دغه د بلند منرلونو جوړونکو باندې هم لږ څار ولري، ځکه دوی صفايي نه کوي، لښتي بندوي چې بیا موږ ستونزو سره مخ کېږو."

حسین وايي اغلې معاونه صاحب یوه فعاله او با مسؤلیته مېرمن ده
حسین وايي اغلې معاونه صاحب یوه فعاله او با مسؤلیته مېرمن ده

د دغې ناحیې بل اوسېدونکی محمد حسن حسین بیا د ناحیې له اوسېدونکو سره د اغلې مایار د ښه چلند او په ښه توګه د دوی د ستونزو د هواري خبره کوي.

دی وايي: "په رښتیا چې اغلې معاونه صاحب یوه فعاله او با مسؤلیته مېرمن ده. د ناحیې اوسېدونکي ورنه خوشحاله دي. د دوی دفتر تل د عامو خلکو پر مخ خلاص دی او خدای دې دوی ته نور هم توفیق ورکړي."

د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل دی چې افغانستان کې د ښاروالۍ د یوې ناحیې رئیسه ښځه ټاکل کېږي.

مخکې تر دې میدان وردګو ولایت ښارواله بیا یوه ښځه ټاکل شوې.

اغلې ظریفه غفاري هم چې د ازادي سیالۍ له لارې یې دې څوکۍ ته لاره موندلې، تر ډېره پورې یې د سیمې اوسېدونکو له دندې سره مخالفت کاوه او د کار اجازه یې نه ورکوله.

په ورته وخت کې کابل ښاروالۍ هم دا اقدام بې مخینې او د وړتیا له مخې ګڼي.

د کابل ښاروالۍ ویانده سمیرا رسا وايي: "کابل ښاروالۍ د لومړي ځل لپاره د یوې ناحیې په رأس کې یوه ښځه ټاکلې ده، دا یو با ارزښته اقدام دی چې د کابل ښاروالۍ د نوې رهبرۍ له خوا شوی دی، ورنه ملاتړ شوی او کابل ښاروالۍ ورته نور اقدامات هم ترسره کړي."

اغلې ظریفه غفاري هم چې د ازادي سیالۍ له لارې یې دې څوکۍ ته لاره موندلې
اغلې ظریفه غفاري هم چې د ازادي سیالۍ له لارې یې دې څوکۍ ته لاره موندلې

په افغانستان کې تل د ښځو د حقونو د فعالینو له خوا دا انتقادونه کېږي چې ښځې په مشرتابه کې کمه ونډه ورکول کېږي.

مخکې تر دې د ولایتونو لپاره د ښځینه مرستیالو والیانو وړاندیز هم له انتقادونو سره مل و او د ښځو د حقونو یو شمېر فعالینو دا نیوکه درلوده چې ولې ولایتونه ښځو ته نه ورکول کېږي چې مرستیالانې ورته ښځې ټاکي؟

تازه یوه اوونۍ مخکې رشیده شهیدي د دايکنډي ولایت لپاره د والۍ په توګه وټاکل شوه.

XS
SM
MD
LG