د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

د غزني اوسېدونکي: که سوله او اوربند ونه شي، دلته به جګړې زور واخلي


ارشیف، غزني کې امنیتي سرتیري
ارشیف، غزني کې امنیتي سرتیري

د غزني اوسېدونکي وېره لري چې که د سولې او اوربند خبرې بریالۍ نه شي، دغه ولایت کې به جګړې زور واخلي او د دولت تر واک لاندې ځینې نورې سیمې به هم د طالبانو لاس ته ولوېږي.

دوی له مرکزي دولته د غزني امنیت ته د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

۴۰ کلن ښایسته خان غزنیوال چې غزني کې د سولې د ټینګښت په موخه غونډې جوړوي، لاریونونه او نورې هلې ځلې کوي وايي، وېره لري چې دې ولایت کې به د هوا له ګرمېدو سره پسرلنۍ او موسمي جګړې تودې شي.

۴۰ کلن ښایسته خان غزنیوال
۴۰ کلن ښایسته خان غزنیوال

ښایسته خان زیاتوي: "که دا کنفرانسونه کومه نتیجه ورنه کړي، نو د جنګ ډګر به خامخا ګرمېږي، زموږ او د افغانستان بهرني دښمان هڅه کوي چې افغانستان یوې بلې خونړۍ جګړې ته ورننباسي."

دا په داسې حال کې ده چې د غزني اوسېدونکي وايي، د تېرو کلونو په څېر به سږ هم د هوا له ګرمېدو سره دغه ولایت کې جګړې زور واخلي.

د غزني ولایتي شورا هم ورته نظر لري. د دغې شورا مرستیال امان الله کامراني وايي، دې ولایت کې د موسمي او پسرلنیو جګړو وېره شته.

ښاغلی کامراني زیاتوي، که جګړې زور نیسي، د دولت تر واک لاندې ځینې سیمې به د طالبانو ته لاس ته ولوېږي، مرکزي دولت دې ورته جدي پاملرنه وکړي او په ټکو یې چې غزني سقوط کېږي.

د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني
د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني

کامراني زیاتوي: "غزني د محاصرې حالت کې دی، غزني په ډېر بد حالت کې دی، نهه ولسوالۍ یې سقوط دي، شپږ ولسوالۍ یې محاصره دي او د درېیو یې لارې بندې دي، په خپله په غزني ښار کې هم تر درېیو کیلومتره وړاندې سړی نه شي تلی، ځکه هلته طالبان حاکم دي، که مرکزي حکومت غزني ته پام ونه کړي، نو ښايي غزني سقوط شي."

دا په داسې حال کې ده چې د غزني سیمه ییز چارواکي د دغه ولایت ځینو سیمو کې وړاندې لا د افغان امنیتي ځواکونو له لوري د تصفیوي عملیاتو د پیل خبر ورکوي.

ازادي راډیو وغوښتل چې د غزني ولایت اوسېدونکو او د ولایتي شورا غړو دغه اندېښنه د غزني ولایت له نوي ټاکل شوي امنیه قوماندان سره شریکه کړي، خو له بیا بیا هڅو سره-سره خبرو کولو ته تیار نه شو.

د غزنې والي بیا وايي، طالبان د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم غواړي چې د غزني پر ډېری سیمو کې وسله وال بریدونه ترسره کړي.

سید عمر نورستاني ازادي راډیو ته وویل، د وسله والو طالبانو د پسرلنیو بریدونو له پاره یې منظم پلان نیولی، څو یې بریدونه ناکام کړي.

دی وايي:"دې کې هېڅ شک نه شته چې طالبان د هغو شومو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره لکه د تېر کال په څېر سږ کال به هم دوی خپلې هلې ځلې ولري، موږ هم بالمقابل د یو منظم پلان له مخې په دوو میاشتو کې ښه اماده ګي ورته نیولې، د دوی د پسرلني عملیاتو ته اماده ګي لرو، د غزني غیرتمند ولس ته ډاډ ورکوو چې سږکال به دښمن هېڅ ډول پلانونه تطبیق نه شي کړی."

د غزني والي سید عمر نورستاني
د غزني والي سید عمر نورستاني

د غزني اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي دغه اندېښنه په داسې حال کې څرګندوي چې افغانستان کې د سولې خبرې پڅې روانې دي.

دوی وايي، که افغانستان کې د سولې وروستي مذاکرات بریالي نه شي، یا اوربند ته لاره هواره نه شي او وسله وال طالبان له خپلې اعلاميې سره سم پر امریکايي ځواکونو بریدونه پیل کړي، نو په غزني کې به هم سختې جګړې رامنځ ته شي.

وسله والو طالبانو ګواښ کړی و چې که امریکا تر ټاکلي مودې 'د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې' له افغانستانه خپل سرتیري ونه باسي نو دوی به یې پر وړاندې عملیات له سره پیل کړي.

د تیرې چهارشنبې، (د وري میاشتې په ۱۱مه) وسله والو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي و چې د خوست ولایت په زاړه هوايي ډګر کې یې د امریکايي پوځیانو پر اډې توغنديز بزیدونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG