د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

د افغان سولې د طرحې د توحید او چمتو کولو کمېټې چارې پای ته ورسېدې


د افغان سولې د طرحې د توحید او چمتو کولو کمېټه
د افغان سولې د طرحې د توحید او چمتو کولو کمېټه

په استانبول کې د افغانستان د سولې کنفرانس په درشل کې د ملي مصالحې عالي شورا وايي چې د سولې د استول شویو ټولو طرحو کتنه پرون د مؤظفې کمېټې له‌خوا پای ته ورسېده.

د دې شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دوی په پنځو غونډو کې د لسګونه طرحو کتنه او ارزونه پای ته ورسوله او د خپلو څېړنو نتیجه به راتلونکې اوونۍ د شورا مشرتابه ته وسپاري.

ښاغلی سلیم زیاتوي: "د هغې طرحې په ګډون چې د ولسمشر له‌خوا راغلې وه دا عملیه نهايي شوه. اوس یوازې یوه مرحله پاتې ده چې دقت ته ضرورت لري او د شنبې ورځې ته پاتې شوه. کله چې دا مسوده نهايي شي، ان‌شاءالله راتلونکې اوونۍ به د مشرتابه کمېټې ته وړاندې شي او د هغوی له تصویب وروسته به د اسلامي جمهوریت له ادرسه یوه طرح په ترکیه کې شریکه شي."

د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال وویل، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد طرح هم څېړل شوې ده.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم

ښاغلي خلیلزاد د تېرې میلادي میاشتې په لومړیو کې د سولې د انتقالي دولت د جوړېدو طرح د افغانستان حکومت، د هېواد سیاسي مشرانو او طالبانو ته وړاندې کړه.

په همدې حال کې د ملی مصالحې عالي شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د سولې د طرحې په مسوده کې د اسلامي جمهوري نظام، د وګړو د اساسي او بشري حقونو، انتخاباتو، په نظام کې د ټولو وګړو د عادلانه او بامفهومه مشارکت، د تل لپاره د جګړو او تاوتریخوالي د پای ته رسولو او د سولې د موافقې لپاره د نړیوالو او سیمه‌ییزو قوي ضمانتونو پر اصولو ټینګار شوی دی.

د سولې د طرحې د مسودې د چمتو کولو او توحید لپاره د ملي مصالحې عالي شورا ۱۵ کسیزې کمېټې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ خپله لومړۍ غونډه وکړه. د دې شورا مرستیال ښاغلي سلیم ازادي راډیو ته وویل چې دوی ته ټولې ۳۶ طرحې رسېدلې وې. ډېری دا طرحې د سیاسي ګوندونو او د مدني ټولنې د بنسټونو له‌خوا وړاندې شوې وې.

هغه طرح چې ولسمشر اشرف غني اوس اوس وړاندې کړې درې پړاوونه لري.

د سولي لپاره د ولسمشر غني د طرحې مهم ټکي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:22 0:00
  • د نړیوالو تر څارنې لاندې پر اوربند موافقه
  • د انتخاباتو ترسره کول
  • د سولې د حکومت جوړېدل او ځینې نور موارد په دې طرح کې راغلي دي.

د ملي مصالحې عالي شورا لا پخوا ویلي دي چې د افغانستان حکومت به د ترکیې په غونډه کې له یوې واحدې طرحې سره ګډون وکړي. د دې شورا د سلاکارانو د بورډ غړي سید ظاهر مطهري او د افغانستان د دولت د مذاکراتي پلاوي یو غړي تېره اوونۍ ازادي راډیو ته ویلي و چې د افغانستان د سولې په اړه د خبرو لپاره دا غونډه به د روانې اپرېل میاشتې په ۱۶مه نېټه په استانبول کې جوړه شي.

طالبانو تر اوسه په دې غونډه کې د ګډون په اړه څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG