د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

د ملي مصالحې عالي شورا: د ترکيې غونډې لپاره د جمهور رئیس غني طرحه رارسېدلې


د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني

‎‎د ترکیې ناستې ته چمتووالی او د ملي مصالحې عالي شورا له‌خوا د يوې واحدې طرحې د جوړولو هڅې.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وایي، د ترکيې غونډې لپاره د جمهور رئیس طرحه هم دوی ته رسېدلې ده.

‎خو د دغې شورا ویاند فريدون خوځون ازادي راډيو ته وويل چې نن به هم د ترکيې غونډې ته د یوې واحدې او هر اړخيزې طرحې په جوړولو کار وشي.

ښاغلی خوځون زیاتوي: "موږ هڅه کوو چې یوه طرحه وړاندې شي، په کومه ناسته کې چې پرون وشوه او نن هم ورته یوه ناسته کېږي پر همدې موضوع بحث کوو، د جمهور رئیس د طرحې په ګډون د حزب اسلامي او نورو مخکښو جهتونو له لوري موږ ته طرحې راغلي، موږ په همدې هڅو کې یو چې له دې طرحو یو واحد نظر رامنځته کړو."

ښاغلي خوځون پرون د بېلابېلو طرحو د توحيد لپاره په دې اړه د يوې ۱۵ کسيزې کمېټې د جوړولو ويلي و چې په خبره‌يې مشري یې محمد یونس قانوني کوي او د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د مصالحې عالي شورا دواړه مرستیالان او د سولې مرکچي پلاوي رئیس هم غړي دي.

د بېلابېلو طرحو د توحيد لپاره ۱۵ کسيزه کمېټه
د بېلابېلو طرحو د توحيد لپاره ۱۵ کسيزه کمېټه

‎د ملي مصالحې عالي شورا کې ځينو سرچينو ازادي راډيو ته ويلي، دغه کمېټه اوس‌مهال د شاوخوا ۳۰ طرحو په څېړلو بوخته ده.

دا په داسې حال کې ده چې روېټرز خبري اژانس ليکلي، د ترکيې غونډې ته د جمهور رئیس محمد اشرف غني له لوري یوه طرحه برابره شوې چې نوموړي د دغې طرحې موارد د افغانستان د سولې په بهير کې له ټولو مرسته کوونکو هېوادونو سره هم شريک کړي دي.

روېټرز د جمهور رئیس غني د دغې طرحې په اړه د یو سند له مخې لیکلي چې دا طرحه په درېیو پړاوونو کې وړاندیز شوې.

  • لومړی د محمد اشرف غني د واک ختمېدو لپاره اجماع رامنځته کول‌، سیاسي جوړجاړی او د طالبانو له لوري د نړیوالو تر څارنې لاندې اوربند منل.
  • دوهم پړاو کې بيا د سولې حکومت رامنځته کول او د نوي سیاسي سیستم جوړول شامل دي.
  • او په درېيمه مرحله کې بيا د اساسي قانون نوی چوکاټ جوړول او د کډوالو ادغام او بېرته راستنېدل شامل دي.

‎هڅه مو وکړه چې د جمهور رئیس د دغې طرحې په اړه چې روېټرز يې په اړه ليکلي د جمهوري ریاست نظر هم واخلو، خو زموږ پوښتنو ته ځواب ونه‌ویل شو.

‎جمهوري رياست د ملي مصالحې عالي شورا ته د طرحې د لېږلو په اړه هم څه نه‌وايي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله نن په خپل تویټرپاڼه کې ليکلي چې په افغانستان کې يې د امريکا سفارت له شارژدافير سره کتلي او د افغانستان د سولې بهير، د دوحې د خبرو او ترکيې ناستې په اړه‌یې سره خبرې کړې دي.

‎دغه‌راز د ولسي جرګې ځیني غړي وایي چې افغان حکومت د سولې په برخه کې له رامنځته شوي فرصت بايد اعظمي ګټه واخلي.

‎په دغه جرګه کې د بدخشان د خلکو استازی ولي نیازی وايي: "‎په افغانستان کې نننۍ جګړه د تېرو ۴۰ کلونو د جګړو په پرتله قوي، شدیده او خونړۍ ده، زموږ غوښتنه د افغان حکومت د چارواکو، ملي شورا، نړیوالې ټولنې او افغان سیاستوالو دا ده چې د سولې په برخه کې رامنځته شوي فرصت او د ترکیې راتلونکې ناستې نه په اعظمي توګه ګټه واخلي څو د افغانستان جګړه ختمه شي او له دې زیات نور خلک د خپلو کورنیو او اولادونو د غم ټغر ونه‌غوړوي."

‎که څه هم د ترکيې د ناستې د نېټې په اړه په رسمي ډول څه نه‌دي ويل شوي، خو د ملي مصالحې عالي شورا د سلاکارانو د بورډ غړي سید ظاهر مطهري ازادي راډیو ته ویلي و چې د استانبول غونډه د روانې اپرېل میاشتې پر ۱۶مه کېږي.

‎په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم بيا ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته ويلي چې تر اوسه د ترکیې د جوړېدو د نېټې په اړه توافق نه‌دی شوی او دوی د محمد اشرف غني د طرحې په اړه هم معلومات نه‌لري.

XS
SM
MD
LG