د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

نړیوال بانک: د افغانستان اقتصادي پرمختګ دوه سلنه کم شوی


د نړیوال بانک مرکزي دفتر
د نړیوال بانک مرکزي دفتر

‎نړیوال بانک په خپل یو تازه راپور کې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ د کچې د ټیټوالي خبره کړې.

دغه بانک په خپل اقتصادي راپور کې چې د دوشنبې په ورځ‌یې «۱۴۰۰ کال د وري ۱۶» خپور کړ په‌کې راغلي که څه هم په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په افغانستان کې د کرنې برخې رشد وکړای شول تر یو بریده په دغه هېواد کې اقتصادي ثبات رامنځته کړي، خو له دې سره سره په دغه کال کې د افغانستان اقتصادي پرمختګ دوه سلنه کم شوی دی.

د ‎دغه بانک د راپور له مخې، د قرنطین وضع کول، د پانګونې د کچې ټیټوالی او د سوداګرۍ په برخه کې خنډونو د خدمتونو رسولو او صنایعو برخې ته ستر زیان رسولی او په ښارونو کې د اقتصادي ستونزو او بې‌روزګارۍ د زیاتېدو او د دې کمښت لامل ګرځېدلي دي.

‎د نړیوال بانک د اټکل له مخې افغانستان به په ۲۰۲۱ کال کې یو سلنه اقتصادي پرمختګ او په ۲۰۲۲ کال کې په هغه صورت کې چې 'کووېډ-۱۹' کم وي، درې سلنه به اقتصادي پرمختګ ولري.

یوه افغان مېرمن د بې‌وزلۍ او فقر له امله د خیر ټولولو پر مهال
یوه افغان مېرمن د بې‌وزلۍ او فقر له امله د خیر ټولولو پر مهال

‎دغه بانک په افغانستان کې د نفوس د زیاتوالي له امله تر ۲۰۲۵ کال پورې له 'کووېډ-۱۹' مخکې وضعیت ته رسېدل ناشوني بللي دي.

نړیوال بانک دغه‌شان ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کې به په افغانستان کې احتمالي وچکالي هم کرنیز فعالیتونه کم او اقتصادي پرمختګ پڅ کړي.

‎د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مشر هېنري کرالې وايي: "په کلیو کې بې‌وزلي زیاته شوې، په ښارونو کې بیا خلکو خپلې رسمي دندې له لاسه ورکړي، یو څه وخت به ونیسي چې په افغانستان کې د کرونا ویروس اغېز جبران شي، د باور کچه د نا امنیو او د نړیوالو مرستو د کموالي له امله کمه شوې، ډېریو مرسته کوونکو په نومبر میاشت کې د ۲۰۱۸ کال په پرتله د کمو مرستو ژمنه وکړه."

‎په دغه راپور کې ټینګار شوی چې له افغان دولت سره د نړیوالو شریکانو دوامداره همکاري او پر خصوصي سکټور باور کول به د دغه هېواد د اقتصادي پرمختګ په برخه کې مهم رول ولري او د افغانستان دولت باید د حکومتوالۍ ښه کول، د اصلاحاتو تطبیقول، له فساد سره مبارزه، د عوایدو راټولول او د سوداګرۍ پیاوړي کول لا ګړندي کړي.

له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د ژمنو په اړه جنیوا غونډه
له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د ژمنو په اړه جنیوا غونډه

‎له دې سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي بیا ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل، دولت هڅه کوي چې په راروان کال کې د ملي عوایدو کچه لوړه کړي.

ښاغلی احمدي زیاتوي: "که څه هم د اقتصادي پیاوړتیا د کموالي په اړه راپورونه خپاره شوي، زموږ باور دا دی چې په ۲۰۲۰ کال کې د کرونا ویروس د خپرېدو اغېز و، نو له همدې امله له بده مرغه چې ستونزې رامنځته شوې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت هڅې کوي چې په ۲۰۲۱ کال کې د ټرانزیت، صادراتو او وارداتو په برخه کې خپل عواید تر دوه میلیاردو ‌‌‌‌‌‌ډالرو ورسوي ترڅو وکړای شو د تېر کال بودجې کثر له دې درکه ورغوو."

‎اقتصاد پوهان په دې باور دي چې د جګړو او نا امنیو ترڅنګ د سولې د خبرو اترو نا څرګند برخلیک او د کرونا ویروس خپرېدو هم د افغانستان اقتصادي پرمختګ زیانمن کړی دی.

XS
SM
MD
LG