د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

سیګار: افغانستان لا هم مېرمنو ته د نړۍ یو له ستونزمنو هېوادونو څخه دی


ارشیف، په غزني کې یو شمېر راټولې شوې مېرمنې
ارشیف، په غزني کې یو شمېر راټولې شوې مېرمنې

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ځانګړې ادارې یا (سیګار) مشر جان سوپکو د بروکېنګز په انسټیټیوټ کې یوې غونډې سره د افغان مېرمنو د راتلونکې په اړه خپلې موندنې شریکې کړې.

هغه وايي، افغانستان اوس هم په نړۍ کې د مېرمنو لپاره یو له ستونزمنو هېوادونو څخه دی.

بروکېنګز د امریکا په واشنکټن ډی سي کې یو غیر انتفاعي انسټیټوټ دی. دا انسټیټیوټ د سیمې او نړۍ په کچه د ټولنې د ستونزو په اړه کله نا کله څېړنې کوي.

سیګار دې راپور کې له ۶۵ مېرمنو سره په ۱۴ ولایتونو کې خبرې کړي او په ټولیز ډول دا نظر یې موندلی چې د افغان مېرمنو او نجونو پر وړاندې پرتو ستونزو سره باید عادي چلند ونه‌شي.

د سیګار موندنې ښیې چې امریکا یوازې د ښځو او نجونو د فعالیتونو د ملاتړ لپاره شااو خوا ۷۸۷ میلیونه ډالر پانګونه کړې او له ۱۰۰ زیاتې خپرونې یې د جنسیت په اړه کړي.

د سیګار مشېر جان سوپکو
د سیګار مشېر جان سوپکو

سیګار له امریکا غواړي چې خپلې مرستې د افغان مېرمنو سره د شوېو ژمنو پر بنسټ روانې وساتي.

دې ادارې دغه شان دا غوښتنه هم کړې چې د ښځو حضور باید د سولې په خبرو کې ښکاره او د تېرو دوه لسیزو لاسته راوړنې یې وساتل شي.

په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون بیا د جګړې، فقر او بې کارۍ اصلي قربانیان مېرمنې یادوي.

د دې کمېسیون د ښځو د حقونو د پراختیا برخې امره شفیقه سپر له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل: " زموږ هیله دا ده چې د سولې خبرو کې د ښځو فعالیتونو ته پام وشي، په دې پروسه کې د ښځو ونډه ښکاره وي، اساسي قانون کې ومنل شي او د ښخو د تیرو دوه لسیزو لاسته راوړنې و منل شي. "

له بلې خوا د ښځو چارو وزارت وايي، په وروستیو کلونو کې د ښځو حضور د ټولنې په ټولو فعالیتونو کې د پام وړ زیات شوی.

د ښځو چارو وزارت ویانده رویا دادرس
د ښځو چارو وزارت ویانده رویا دادرس

د دې وزارت ویاندې رویا دادرس ازادي راډيو ته وویل، د ښځو حضور په ملکي خدماتو کې ۲۹ سلنه زیات شوی:"د افغانستان په پارلمان کې ۲۵سلنه مېرمنې دي، دا خپله د دې ښکارندوي کوي چې موږ له یوې تورې تاریخې پاڼې څخه تېر او اوس په خپلو پښو ولاړ یو. "

له دې سره هم مهاله په تېر کال کې شااو خوا ۷۰۰۰ د تاوتریخوالي پېښې د ښځو پر وړاندې ثبت شوي دي چې قتل، وهل او ډبول، ځان وژنه، په زوره ودول او یو شمېر نور په کې شامل دي.

ښوونې ته نه لاس رسي د ښځو بله هغه جدي ستونزه ده چې تېرو دوو لسیزو کې هغه ډول چې تمه کېده نه ده حل شوې.

د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د ۹،۷ میلیونه زده کوونکو څخه ۳۸ سلنه یې نجونې دي.

XS
SM
MD
LG