د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

محب: طالبان نه دي بدل شوي، سیاست یې نه دی زده او په زور واکمني کول غواړي


ارشیف، ننګرهار کې یو شمېر طالب وسله وال
ارشیف، ننګرهار کې یو شمېر طالب وسله وال

په داسې حال کې چې په ملي او نړیواله کچه د افغان سولې لپاره هڅې روانې دي، د افغانستان د جمهور رئیس سلاکار وایي چې طالبانو هېڅ بدلون نه دی کړی.

‎حمدالله محب د شنبې(د وري ۱۴مه) په ورځ د لوړپوړو امنیتي چارواکو په یوه خبري ناسته کې وویل چې طالبانو سیاست نه دی زده کړی او ‌‌‌‌‌په زور او جګړې باور لري.

‎ښاغلي محب ټینګار وکړ چې د سولې لپاره د طالبانو پلاوی ان د مذاکراتو په مېز کې د افغانستان مشرانو ته سپکاوی کړی دی.

د افغانستان د جمهور رئیس سلاکار حمدالله محب
د افغانستان د جمهور رئیس سلاکار حمدالله محب

‎نوموړي وویل: "کله چې د دولت مرکچي پلاوی ولاړ او له طالبانو سره کېناسته، طالبانو پرته له سپکاوي او دا چې وښيي هېڅ بدلون په کې نه دی راغلی او یوازې واک غواړي، د بحث لپاره یې بل څه نه درلودل، هماغه خلک دي چې افغانان به وژل او تأسیسات به یې ورانول، د روسیې غونډې په وروستۍ ناسته کې یې هم افغان مشرانو ته سپکاوی کړی دی."

‎ښاغلی محب ټینګار کوي چې طالبان به په زور هېڅکله واک ته ونه رسېږي او د افغانستان د ستونزې د حل یوازینۍ لاره بحت او خبرې دي.

‎له دې سره د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سرپرستانو یاسین ضیاء او حیات الله حیات وویل چې تېره شپه طالبانو په څو ولایتونو کې حملې کړي، خو بېرته په شا تنبول شوي دي.

د ملي امنیت ریاست عمومي رئیس احمد ضیا سراج
د ملي امنیت ریاست عمومي رئیس احمد ضیا سراج

‎بل خوا د ملي امنیت ریاست عمومي رئیس احمد ضیا سراج وایي چې طالبان په سوله باور نه لري او د لا زیاتو حملو د کولو لپاره پر چمتوالي بوخت دي: "طالبانو جګړې ته د چمتوالي په حال کې دي او د سولې لپاره هېڅ اراده نه لري، د هغو پلان دا دی چې په بېلابېلو برخو کې جګړې زیاتې کړي، د تاوتریخوالي کچه لوړه کړي."

‎خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد دغه څرګندونې ردوي او ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې د هغو مرکچي پلاوي هېڅ چا ته سپکاوی نه دی کړی او هڅه کوي چې د افغانستان د اوسنۍ جګړې د پای لپاره یوه مناسبه حل لاره ومومي.

‎دا په داسې حال کې ده چې د افغان چارواکو په خبره، د افغانستان په څو ولایتونو کې جګړې روانې دي او په کابل او ځینو نورو لویو ښارونو کې هدفي وژنې زیاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG