د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۳

پر هدفي وژنو او افغان سولې د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې


ارشیف، کابل چاپ ورځپاڼې
ارشیف، کابل چاپ ورځپاڼې
  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې په افغانستان کې پر خبريالانو بريدونو او يا هم په ټوله کې هدفي وژنو په اړه لېکنه کړې ده.

وړاندې د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان غبرګون اخېستل شوی چې ویلې یې دي، طالبان په قصدي توګه خبريالان او د ښځو په ګډون د رسنيو کار کوونکي په نښه کوي چې دې چارې د تل پاتې او عادلانه سولې په برخه کې اندېښنې لا ډېرې کړي دي.

په راپور کې راغلي، د دوی څېړنې ښيي چې طالبانو تر خپل نفوذ لاندې سيمو او ښارونو کې خبريالانو ته بېلابېل ګواښونه کړي او دا چاره د دې لامل شوې ده چې يو شمېر خبريالان له هېواده تېښتې او يو شمېر نور د خپلو دندو پرېښودو ته اړ شي.

ورځپاڼې لیکلي، دغه سازمان همدارنګه له ملګرو ملتونو او د افغانستان په سوله کې له ښکېلو هېوادونو غوښتي چې د طالبانو په مشرتابه فشار راوړي چې د خبريالانو د خونديتوب برخه کې د دغه سازمان غوښتنې ومني او د خپلواکو رسنيو او خبريالانو د خونديتوب لپاره له خپله اړخه اقدامات وکړي.

طالبانو که څه هم تازه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو مخکې له دې يې د خبريالانو، علماوو او د مدني ټولنې د فعالينو په وژنه کې لاس لرل رد کړي دي.

  • وېسا

وېسا ورځپاڼې لیکلي چې امریکا د نوېو بین المللي– سیمه ییزو شرایطو، نوېو انکشافاتو او په افغانستان کې یې د شل کلن حضور د لاسته راوړنو په نظر کې نیولو سره غواړي دلته یوه مرحله پای ته ورسوي او د خپل حضور نوې مرحله په نوې بڼه پیل کړي.

ورځپاڼې په وینا چې د تېر په څېر امریکا دغه کار له پاکستان سره په شرېکه او د پاکستان د ګټو په پام کې نیولو سره کوي.

د لېکوال په باور، پاکستان په افعان سوله کې بېلابېل اهداف لټوي او غواړي چې کابل کې کمزوری او بې ثباته حکومت وي، همدارنګه افغانستان باید د اتصال او زیربنا څخه تر ممکنه حده محروم وي او وګړي یې خصوصاً ښځې باید له زده کړو څخه محرومې وې، څو له دې لارې خپلو موخو ته ځان ورسوي.

لېکوال په دې لړ کې پوښتنه کړې چې ولې دې وروستیو کې علمي کدرونه، دیني علماء، د مدني ټولنې فعالان او افغانې مېرمنې وژل کېږي؟

وړاندې د کابل او جلال کې وروستیو هدفي وژنو ته اشاره شوې او په کې لیکل شوي چې دې برخه کې داسې وژنې د یادولو وړ دي چې له ښځو نه د کار او پرمختګ جرأت اخلي.

  • اطلاعات روز

اطلاعات روز ورځپاڼې پوښتنه کړې، که امریکایي ځواکونه په مې میاشت کې ونه وځي، بېرته پر نړیوالو ځواکونو د طالبانو د جنګ پیلولو خبرداری څومره جدي دی او د افغان سولې پر لړۍ به څه اغېز وکړي؟

وړاندې راغلي، د پاکستان ستراتیژیک ملګري چې امریکا او د سیمې هېوادونو سره د طالبانو د اړېکو اصلي چلوونکي دي د دې کار اجازه به ور نه کړي چې بریدونه پیل کړي.

د لېکوال په وینا طالبان به د ځواکونو وتلو وخت پر بدلولو هوکړه کوي او په خورا احتمال سره چې د دې خبرو بندون به د ترکیې ناسته کې حل شي.

XS
SM
MD
LG