د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

ناټو په افغانستان کې خپل مأموریت ته "دوام" ورکوي


کابل کې مېشت د ناټو یو شمېر سرتېري. March 25, 2020
کابل کې مېشت د ناټو یو شمېر سرتېري. March 25, 2020

د ناټو د دفاع وزیرانو د کېدونکې غونډې په درشل کې د دې تړون یو شمېر سرچینو ویلي چې ناټو به په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکړي.

دا خبره د ناټو یو شمېر سرچینو د جرمني ډي پي اې خبري اژانس ته کړې ده. دغو سرچینو چې نومونه‌یې نه‌دي ښودل شوي ویلي چې جرمني او نورو متحدانو منلې چې د ناټو د دفاع وزیرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې به چې روانه اوونۍ د چهارشنبې په ورځ جوړېږي، له افغانستانه د ۱۰ زرو سرتېرو د ایستلو په اړه پرېکړه ونه‌کړي.

دا د ناټو د غړو او د دې تړون د شریکانو هغه شمېر سرتېري دي چې په اوس وخت کې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې دنده ترسره کوي.

دغو سرچینو ډي پي اې خبرې اژانس ته ویلي چې ناټو به د دې پر ځای له طالبانو یو ځل بیا وغواړي چې شخړې کمې کړي او له افغان دولت سره د سولې د ټکنۍ پروسې د ګړندي کولو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تېر کال د فبرورۍ د ۲۹مې د موافقې له مخې له طالبانو سره ژمنه شوې چې ټول بهرني ځواکونه به تر مې میاشتې پورې له افغانستانه ووځي، که دا ډله د سولې خبرو ته کېني او په افغانستان کې شخړې کمې کړي.

د فبرورۍ په ۲۹مه په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسلیک غونډه
د فبرورۍ په ۲۹مه په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسلیک غونډه

خو په دې وروستیو کې لیدل شوي چې طالبانو هم په افغانستان کې شخړې زیاتې کړي او هم‌یې له یوې میاشتې راهیسې په دوحه کې د خبرو مېز پرېښی دی.

د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې ویلي، طالبانو د شوې موافقې له مخې پر خپلو کړو ژمنو عمل نه‌دی کړی او هغه له سره ارزوي.

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم پرون ازادي راډیو ته وویل چې دوی له خپله اړخه په دغه موافقه کې خپلې ټولې ژمنې عملي کړي او پر دوی لګول شوي تورونه بې‌اساسه دي.

نوموړي یو ځل بیا هیله څرګنده کړه چې مقابل لوری دې دغه موافقه بشپړه عملي کړي.

ښاغلی نعیم زیاتوي: "په نهایت کې موږ بیا هم هیله‌من یو چې دغه موافقه په درست شکل تطبیق شي او په دې برخه کې کومې ستونزې راپورته نه‌شي."

د ناټو د دفاع وزیرانو په کېدونکې غونډه کې چې چهارشنبه او پنجشنبه به دوام کوي، په افغانستان کې د خپل مأموریت د راتلونکې په اړه داسې مهال خبرې کوي چې د امریکا دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه چې ایا تر مې میاشتې وروسته به هم د دې هېواد سرتېري په افغانستان کې پاتې شي او کنه، رسماً پرېکړه نه‌ده کړې.

په عین حال کې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ تېره اوونۍ د بلجیم د دفاع له وزیرې لوډیو ابن ډیډانډر «Ludivine Dedonder» سره په کتنه کې په افغانستان کې د ناټو د حضور د راتلونکي په اړه خبرې وکړې.

د ناټو سرمنشي وویل، دا تړون اوس په افغانستان کې له سختې پرېکړې سره مخامخ دی، که پاتېږي، له جګړو سره به مخ وي او که ووځي د دې خطر شته چې دا هېواد بیا د ترهګرو ډلو په خوندي ځای بدل شي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم پرون له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو د ۳۲مې کلیزې په مناسبت وینا کې وویل چې له تېر څخه باید درس واخیستل شي.

هغه وویل، له افغانستانه د شوروي ځواکونه بې‌پلانه او په غیر مسؤلانه ډول ووتل چې په نتیجه کې یې په دې هېواد کې کورنۍ جګړه پیل شوه.

ښاغلي غني ټینګار وکړ چې اوس افغانستان ته د جګړې د پای ته رسېدو او سولې ته د رسېدو فرصت په لاس ورغلی. د داسې سولې فرصت چې په‌کې د افغانستان پوځي او ملکي بنسټونه خوندي او لا پیاوړي شي.

XS
SM
MD
LG