د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۹

ناټو پر یووالي ټینګار وکړ؛ پر یوه غړي برید د ټلوالې پر ټولو غړو برید ګڼل کېږي


بروکسل کې د ناټو غونډه
بروکسل کې د ناټو غونډه

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو پرون سې شنبې(د وري ۳مه) په بروکسل کې په خپله غونډه کې د پردیو د حملو پر وړاندې له یو بل څخه د دفاع پر ژمنه ټینګار وکړ او په ډاګه یې کړه چې د شمالي امریکا او اروپا ترمنځ اړیکې به پراخوي.

د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په پای کې په خپله ګډه اعلامیه کې وویل چې د دوی د غونډې هدف د شمالي امریکا او اروپا د اړیکو پر دوام ټینګار دی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن په ګډون په دې غونډه کې همدا راز د ډله ییزې دفاع پر اصل چې د ناټو د تړون په پنځه ماده کې یادونه شوې ده هم د غړو هېوادونو پر هوډ ټینګار شو. په دې ماده کې راغلي چې د ناټو پر یوه غړي برید ته د ټلوالې پر ټولو غړو د برید په سترګه کتل کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

په غونډه کې یادونه وشوه چې د ناټو دېرشو غړو د ټلوالې په لګښتونو کې د ونډې د اخېستو په برخه کې ښه پرمختګ وکړ.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ له غونډې وروسته په یوه خبري غونډه کې د ناټو د غړو د ګډې دفاع پر ژمنه ټینګار وکړ:"زه ډاډه یم او ناټو له کلونو راهیسې دا ثابته کړې چې موږ له یو بله د دفاع او ساتنې په برخه کې خپلې اساسي دندې ته ژمن یو، که څه هم کله ناکله ښايي زموږ ترمنځ اختلافونه هم وي."

بلېنکن چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه یې بروکسل ته لومړی سفر و، په پام کې لري چې د اروپايي ټولنې له مشرانو سره هم وګوري.

ولسمشر جوبایډن هڅه کوي چې د ناټو له غړو سره د امریکا ترینګلي اړیکې ښې کړي.

بلېنکن وویل، واشنګټن به له ناټو سره د اړیکو د پراخولو په برخه کې هڅه وکړي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په څلور کلنه دوره کې د ناټو ځینو غړو د اتلانتیک د دواړو غاړو د هېوادونو د اړیکو په برخه کې ځینې شکونه او پوښتنې درلودې.

ټرمپ د ناټو پر غړو پرله پسې انتقاد کاوه چې د ټلوالې په لګښتونو کې د خپلې ونډې په ورکولو کې پاتې راغلي دي. هغه ادعا کوله چې دا هېوادونه د امریکا یا د ټلوالې پوروړي دي.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په بروکسل کې په پرونۍ غونډه کې دا ژمنه هم وکړه چې د زیاتېدونکو ګواښونو او سیستماتیکو سیالیو پر وړاندې د ځان بدلولو ته به دوام ورکوي.

دوی همدا راز یادونه وکړه چې د روسیې یرغلیز اقدامات لاهم د یورو اتلانتیک د امنیت لپاره یو لوی ګواښ دی.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG