د طالبانو جنګیالیو د ۲۰۰۱ کال د مارچ میاشتې په لومړیو کې د افغانستان دوه سترې تاریخي او فرهنګي ګنجینې په چاودېدونکو موادو ویجاړې کړې. له دې ویجاړیو ۲۰ کاله وروسته، دغو غوره اثارو او د هغه موقعیت ته کتنه کوو.
د بامیانو بتان؛ عظمت او تراژیدي

۱
لوېدیځه/ غربي بودا چې په صلصال مشهوره ده، ۵۰ متره لوړوالی لري. دغه انځور د ۱۹۹۷ کال د نومبر په ۲۸مه اخیستل شوی دی.

۲
کوچنۍ مجسمه چې په ختیځه/ شرقي بودا مشهوره ده ۳۸ متره لوړه ده.

۳
طالبانو د چاودېدونکو موادو په وسیله د بامیانو یو بت د ۲۰۰۱ کال په مارچ میاشت کې لهمنځه یووړ. دغې ډلې له اسلامي قوانینو د خپل تفسیر پر بنسټ د مجسمو موجودیت د اسلام دین له اوامرو سره په ټکر کې اعلان کړ.

۴
تش ځای، هغه ځای چې یو وخت پهکې د بودا مجسمه وه. دغه انځور د ۲۰۲۱ کال په فبرورۍ میاشت کې اخیستل شوی دی.

۵
د بامیان د لرغونې سیمې انځور چې د ۱۹۶۸ کال په مې میاشت کې هغه مهال چې د فرانسې صدراعظم ژرژ پمپیدو له دغه ځایه رسمي لیدنه کوله، اخیستل شوی دی.

۶
د ۱۹۷۰ کال انځور

۷
د ۱۹۹۷ کال په ډسمبر میاشت کې د بامیان د بتانو ځای

۸
د ۲۰۰۱ کال په مارچ میاشت کې د چاودېدونکو موادو په وسیله د بامیانو د یو بت ویجاړول.

۹
طالب جنګیالي د ویجاړو شویو بتانو د پاتې شونو په منځ کې ولاړ دي. د ۲۰۰۱ کال د مارچ ۲۳مه

۱۰
۲۰۰۵ کال کې د بامیانو دره.