د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

د بشر حقونو کمېسیون د ۷ زړورو افغان مېرمنو په اړه د امریکا پرېکړه ستايي


د افغانستان او امریکا ګډ بیرغونه
د افغانستان او امریکا ګډ بیرغونه

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه اقدام ستایلی چې ۷ افغان وژل شوېو فعالو مېرمنو ته د زړورتیا افتخاري اوارډ ورکوي.

دغه کمېسیون پرون جمعه (د کب ۱۵مه) په یوه اعلامیه کې دا ۷ ښځې ۲۰۲۰ میلادي کال په هدفي بریدونو کې ووژل شوې.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په اعلامیه کې د اووه افغان مېرمنو په ډله کې د فاطمه ناتاشا خلیل یادونه شوې چې په خبره یې بشري حقونو ته متعهده وه او تل یې د افغانانو د ژوند د ښه کېدو لپاره هڅې کولې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې سږ کال د مارچ په اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د نړۍ له ګوټ ګوټ یو شمېر زړورو ښځو ته اوارډونه ورکوي.

په دې ډله کې له افغانستانه د فاطمه ناتاشا خلیل، جنرال شرمیلا فروغ، مریم نورزاد، فاطمه رجبي، فرشته، ملالۍ میوند او فرشته کوهستاني نومونه هم راغلي چې ۲۰۲۰ کال په هدفي بریدونو کې ووژل شوې.

دا مېرمنې له پوځ رانیولې، تر ټلوېزیون او مدني ټولنو کې په فعالیت بوختې وې او پيژندل شوې څېرې وې.

که څه هم طالبانو د ګڼو هدفي وژنو پړه رد کړې خو افغان حکومت تور پورې کړی چې د اکثرو دغو افغان فعالانو د قتل تر شا د وسله والو طالبانو لاس دی.

XS
SM
MD
LG