د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

امریکا هیله وښوده چې ایران به پر اټمي موضوع «ګټورو خبرو» ته ستون شي


ارشیف، د ایران اټمي توکي
ارشیف، د ایران اټمي توکي

د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت هیله وښوده چې ایران ښايي پر اټمي موضوع «ګټورو مذاکرو» ته مخه کړي.

دا هیله وروسته تر دې وښوول شوه چې د واشنګټن اروپايي شریکانو موافقه وکړه چې د اټمي انرژۍ په نړیواله اداره کې پر تهران د سانسور پلان لغوه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس (Ned Price) پرون پنجشنبه(د کب ۱۴مه) په واشنګټن کې یوه کنفرانس ته وویل: "واشنګټن په دې خوشحاله دی، ځکه وروسته له هغې چې ایران، د ۲۰۱۵میلادي کال اټمي موافقې د راتلونکي برخلیک په باب ځینې هڅوونکې اشارې ورکړې، نو اروپايي شریکانو هم موافقه وکړه چې پر ایران له انتقاده لاس واخلي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس

ښاغلي پرایس وویل، واشنګټن په پوره لېوالتیا د ایران قوي ارادې ته په تمه دی، څو داسې لارې چارې غوره کړي چې د باوري او کوټلي پرمختګ سبب کېږي.

د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې زیات شو چې د امریکا مخکېني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸میلادي کال کې له اټمي تړونه د وتلو او پر ایران یو وار بیا د اقتصادي بندیزونو لګولو اعلان وکړ. ایران په بدل کې د غچ په توګه په دې اټمي تړون له خپلو کلیدي ژمنو سرغړونې پیل کړې.

د اوسني ولسمشر جو بایډن ادارې په مشروط ډول هغې موافقې ته له بېرته ستنېدو سره لېوالتیا ښوولې ده، خو ټینګار یې کړی چې تهران باید هغه په بشپړ ډول رعایت کړي.

ایران چې تل یې د اټمي وسلو جوړولو ادعاوې رد کړې، لومړۍ غوښتنه یې له دغه هېواده د بندیزونو لېرې کېدل دي.

په همدې حال کې فرانسې، بریتانیا او جرمني غوښتل د امریکا د متحدو ایالاتونو په ملاتړ ملګرو ملتونو ته یو پرېکړه لیک وړاندې کړي چې په هغه کې د تهران له خوا د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې د تفتیش پر ځنډولو انتقاد شوی، خو دغه پلان یې بېرته لغوه کړ.

ټرمپ په ۲۰۱۸ کې له اټمي تړونه ووت او پر ایران یې بیا د اقتصادي بندیزونو لګولواعلان وکړ.
ټرمپ په ۲۰۱۸ کې له اټمي تړونه ووت او پر ایران یې بیا د اقتصادي بندیزونو لګولواعلان وکړ.

ایران تېره میلادي میاشت له خپلو اټمي تاسیساتو د نړیوالو پلټونکو پر تفتیش رسماً د محدودیتونو لګول پیل کړل.

د تهران د دې تازه اقدام هدف پر اروپايي هېوادونو او واشنګټن فشار راوستل دي چې له ایرانه لګول شوي بندیزونه لېرې او اټمي موافقه بېرته برحاله کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وویل، موږ پرېکړه وکړه چې پرېکړه لیک به نه وړاندې کوو، خو اوس باید ایران ثابته کړي، د اټمي تړون بیا برحاله کېدو ته جدي دی.

یوه ډیپلومات ویلي، د ایران له خوا د ښه نیت ښوولو له کبله پرېکړه لیک رسماً نه دی سپارل شوی.

د ایران او د نړۍ د پیاوړو هېوادونو ترمنځ اټمي تړون په ۲۰۱۵میلادي کال کې لاسلیک شوی و چې له مخې یې د نړیوالو بندیزونو کمېدو په بدل کې ایران خپل اټمي فعالیتونه محدود کړي وو.

XS
SM
MD
LG