د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۸

ایران: اټمي تړون ته د ستنېدو لومړی ګام دې امریکا واخلي


په جنیوا کې د ملګرو ملتونو لپاره د ایران دایمي استازی اسماعیل بقايي هامانه
په جنیوا کې د ملګرو ملتونو لپاره د ایران دایمي استازی اسماعیل بقايي هامانه

په جنیوا کې د ملګرو ملتونو لپاره د ایران دایمي استازی اسماعیل بقايي هامانه وايي، د ۲۰۱۵م کال اټمي تړون ته د ستنېدو لپاره دې لومړی د امریکا متحد ایالاتونه ګام اوچت کړي.

هامانه دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تر دې مخکې ایران له خپلو اټمي تاسیساتو د نړیوالو پلټونکو پر تفتیش رسماً د محدودیتونو لګول پیل کړل.

د تهران د دې تازه اقدام هدف پر اروپايي هېوادونو او واشنګټن فشار راوستل دي چې له ایرانه لګول شوي بندیزونه لېرې کړي او اټمي موافقه بېرته برحاله کړي.

په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د اروپايي دفتر لپاره د ایران دایمي استازي اسماعیل بقايي هامانه د تهران پر پخواني دریځ په ټینګار سره وویل: "دا اوس د مقابل لوري مسوولیت دی، چې اټمي تړون ته ورستون شي، دا مافقه بیا پیل او زیانونه جبران کړي، دغه راز دا ډاډ ورکړي چې بیا ترې سرغړونه نه کوي."

هغه د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وروستیو څرګندونو ته هم اشاره وکړه چې ویلي یې دي، په مخکې یوه منطقي لاره-لیکه شته.

ایران د تېرې دوشنبې په ورځ تایید کړه چې د ۲۰۱۵میلادي کال اټمي تړون د اضافي پروتوکول تطبیق یې پای­ ته رسولی، د دې پروتوکول له مخې نړیوالو مفتشانو کولای شوای په ناڅاپي توګه د ایران د اټمي تاسیساتو اړوندې ساحې تفتیش کړي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې په ۲۰۱۸میلادي کال کې له اټمي تړونه د واشنګټن د وتلو او په تدریجي ډول پر ایران بېرته د بندیزونو لګولو اعلان وکړ.

ایران د هغه تړون له مخې د نړیوالو بندیزونو د کمېدو په بدل کې خپل اټمي فعالیتونه محدود کړي وو.

د امریکا د اوسني ولسمشر جو بایډن ادارې هڅه کړې چې له اټمي تړونه د تهران له سرغړونو سره- سره د امریکا د حکومت پخوانۍ پرېکړه بېرته واخلي.

XS
SM
MD
LG